اطلاعات روز: د ولسمشر محمد اشرف غني او د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان په شتون کې، د دواړو هیوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پنځه تفاهم لیکونه او یادښتونه لاسلیک شول.
ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ پر فیسبوک په نن خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه تفاهم لیکونه نن (دوشنبه، ۹ د وري) تاجکستان هېواد کې په بېلابېلو برخو کې لاسلیک شول.
د ارګ خبرپاڼه وایي: «د همکاریو دغه تفاهم لیکونه او یادښتونه په سیاسي، امنیتي، سوداګریزو، ترانسپورټي، ترانزیټي، انرژۍ او فرهنګي برخو کې د دواړو هیوادونو د اړوندو مسوولینو له لوري لاسلیک شول.»
یاده خبرپاڼه زیاتوي، دغه راز د دواړو هیوادونو د مشرانو په دوه اړخیزه غونډه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او تاجکستان جمهوریت ترمنځ ګډه اعلامیه هم لاسلیک شوه.
