طالبانو د افغانستان د ملي راډیو ټلویزیون ۳۰۰ کارکوونکي له دندو ګوښه کړي

اطلاعات روز: باوري سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته تاییدوي، چې طالبانو په دولتي ادارو کې د تنقیص په لړ کې د افغانستان د ملي راډیو ټلویزیون له مرکزي او ولایتي څانګو څخه نږدې ۳۰۰ کارکوونکي له دندو منفک کړي دي.

یوې سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط وویل، چې په تنقیص شویو کسانو کې زیاتره پخواني خبریالان، ښځينه کارکوونکې او د تخنیک د برخې کارکوونکي شامل دي.

د ملي ټلوېزیون پخوانی خبریال اتل شېرزاد چې دغه رسنۍ کې د ۱۰ کلونو کارکولو وروسته تازه له دندې ګوښه شوی، په خپله فېسبوک پاڼه یې لیکلي چې په دې برخه کې ورسره دوه ګونی چلند شوی دی.

شېرزاد زیاته کړې: «ملي ټلوېزيون کې له لس کالو کار کولو وروسته نن بلاخره په غير منصفانه ډول تنقيص شوم. دلته له يوې دوسيې سره راغلى وم او له يوې دوسيې سره، سره له يو عالم خاطرو ځم، ملي ټلوېزيون دې ودان، ملګري دې ژوندي او هېواد کې د يوې داسې ورځې په هېله چې اسلامي نظام سره عمري عدالت هم قايم وي.»

د معلوماتو پر اساس نه یوازې په کابل بلکې په ولایتونو کې هم د ملي راډیو ټلوېزیون له څانګو لسګونه کارکوونکي له دندو ګوښه شوي دي.

ویل کېږي په ننګرهار او لغمان کې هم د طالبانو تر ولکې لاندې د ملي راډیو ټلوېزیون څخه نږدې ۱۸  کارکوونکي د تنقیص په لېست راغلي، چې زیاتره یې پخواني کارکوونکي دي.

مطیع الله ذکي چې د ننګرهار ملي راډیو ټلوېزیون کې یې شپږکاله د خبریال په توګه دنده ترسره کړې او تېره ورځ له ندې ګوښه شوی هغه هم د دولتي کارکوونکو په نه انډوله تنقیص نېوکه کړې او زیاته کړې یې ده، چې د ګوښه‌‌کېدو خبر اندېښمن کړی دی.

ذکي زیاتوي: «په دولتي اداراتو کې د تنقیص لړۍ کې هم د شایسته ګۍ او مسلکیتوب پرتله د روابطو او چاپلوسۍ تله درنه ښکاري.»

د لغمان د ملي راډیو ټلوېزیون څخه ګوښه شوی یو خبریال چې نه غواړي نوم یې خپور شي وایي، هېواد کې دننه د کاري فرصتونو نشتوالي له امله یې تصمیم نیولی چې پر قاچاقي لارو اروپا ته لاړ شي.

هغه زیاته کړې: «دلته د هیچا قدر نشته کلونه مې د هیواد د خدمت لپاره د خبریالۍ په برخه کې کار وکړ، خو اوس یې نتېجه هیڅ ده کورنۍ اقتصادي ستونزې مې زیاتې دي مجبور یم چې بهر ته پر قاچاقي لارو لاړ شم ځکه بله چاره نه لرم.»

په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، د دولتي ادارو د لګښتونو د کمولو په موخه د نوې تنقیص پالیسي یې د حکومت یوه برخه ده.

مجاهد زیاته کړې چې د حکومتي کارکوونکو بستونه د اداري چارو د ښه‌والي او حکومت کې د بوروکراسۍ مخنیوي په موخه تنقیص شوي دي.

بلخوا د اقتصادي چارو پوهان په دې باور دي چې په پراخه کچه د دولتي کارکوونکو تنقیص به ناوړه اقتصادي پاېلې ولري او دغه راز د حکومت اداري سېستم کې به هم په پراخه کچه ګډوډي رامنځته کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه