طالبانو د سالنګ د دویم تونل په ایستلو کې د روسیې د همکارۍ غوښتنه کړې

Photo: @FDPM_AFG

اطلاعات روز: د طالبانو د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر د سالنګ د دویم تونل په ایستلو کې له روسیې د همکارۍ غوښتنه کړې.

د طالبانو د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال د دفتر له خبرپاڼې سره سم، ملا برادر نن (جمعه، ۲۷ د غوایي) د «افغانستان – روسیې» د سواګریزې غونډې په نوم غونډه کې چې د کازان د اقتصادي فورم په څنډو کې جوړه شوې وه، ویلي چې طالبان چمتو دي له روسیې او مرکزي اسیا سره د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د سالنګ دویم تونل وباسي.

ملا برادر ویلي چې د روسیې تجربې ته په کتلو سره د سالنګ د دویم تونل جوړولو په برخه کې ترې همکاري غواړي.

سالنګ لویه لار د افغانستان یوه له مهمو لارو څخه ده چې د افغانستان شمال او سویل سره نښلوي.

دا تونل د داوود خان د حکومت پر مهال د شوروي اتحاد په همکارۍ د هندوکش په لوړو څوکو کې جوړ شوی دی.

دا تونل د وروستیو څو لسیزو جګړو او نه مراقبت له امله ویجاړ شوی دی.

د طالبانو ادارې دوه کاله وړاندې د سالنګ د بیا رغونې خبر ورکړ.

دا ډله په عین مهال کې وایي چې د سالنګ د دویم تونل د جوړولو کار یې هم پیل کړی دی.

د طالبانو د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال د کازان په غونډه کې ویلي چې د هیواد د بیا رغونې لپاره په بېلابېلو برخو کې لویي او وړې پروژې روانې دي.

ده ویلي چې طالبانو له بنسټیزو پروژو پرته د سوداګرۍ پراختیا ته هم پام کړی او غواړي چې سیمې او لیرې پرتو هیوادونو ته د افغانستان د صادراتو لار خلاصه کړي.

د طالبانو دې چارواکي زیاته کړې چې روسیه د افغانستان د محصولاتو او تولیداتو لپاره ښه بازار دی.

د طالبانو د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال د شمال – جنوب په کوریډور کې د افغانستان پر ګډون او همدا راز د افغان – ټرانس پروژې په ترسره کېدو کې د روسیې پر همکارۍ ټینګار کړی او ویلي یې دي: «موږ لېواله یو چې افغانستان د دې کوریډور په پیاوړتیا او د سیمې په اقتصادي پیوستون کې مهم رول ولري.»

د طالبانو د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیالۍ د دفتر په وینا، د افغانستان – روسیې په سوداګریزه غونډه کې د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک ویلي چې هیواد یې د یوه باثباته او پرمختللي افغانستان پلوي دی او باوري دی چې دا د ټولې سیمې په ګټه دی.

په خبرپاڼه کې د نوموړي له خولې ویل شوي چې د افغانستان وضعیت مخ پر ښه کېدو دی او د کازان په شپاړسمه غونډه کې د طالبانو د پلاوي ګډون ثابته کړې چې افغانان سولییز ژوند غواړي او چمتو دي چې په ارامه فضا کې اقتصادي مسایل تعقیب کړي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د روسیې د لومړي وزیر مرستیال زیاته کړې چې روسي شرکتونه چمتو دي چې د معدنونو، بندونو جوړولو، برق د تولید، اوسپنیزو پټلیو په پراختیا، د حمل او نقل د تجهیزاتو د تولید او همدا راز له افغانستان سره د اړیکو او سوداګرۍ په پراختیا کې همکاري وکړي.

الکسي اوورچوک ویلي چې د یوه ګډ سوداګریز مرکز د جوړولو لپاره د کابل او مسکو تر منځ هوکړه لاسلیک شوې ده.

د تاتارستان د لومړي وزیر مرستیال هم د روسیې – افغانستان د اقتصادي فورم په غونډه کې ویلي چې د تاتارستان د موټر جوړونې شرکتونه په افغانستان کې کار ته چمتو دي او تاتارستان چمتو دی چې په دې برخه کې له افغانستان سره په دولتي کچه د همکارۍ توافق‌لیکونه لاسلیک کړي.

د طالبانو د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیالۍ دفتر په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې ټاکل شوې د کازان د شپاړسمې غونډې په څنډو کې د دواړو هیوادونو د سوداګرۍ د پراختیا په موخه د افغانستان او روسیې د سوداګرو تر منځ مهم توافق‌لیکونه لاسلیک شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه