په فاریاب او جوزجان کې یو پخوانی نظامي او یو عام کس په قتل رسیدلي دي

اطلاعات روز: په فاریاب او جوزجان کې سرچینې خبر ورکوي، چې په دې ولایتونو کې په دوو جلا پیښو کې دوه تنه وژل شوي دي.

د فاریاب په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې سرچینې وايي، چې د تیر حکومت یو سرتیری په دې ولسوالۍ کې د «نامعلومو وسله والو» له لوري وژل شوی دی.

لږ تر لږه درېیو ولسي سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې دغه وژل شوی پخوانی سرتېری «محمد شاه بیک» نومېده او تېره شپه (چهارشنبه، ۱۷ د غویي) د یادې ولسوالۍ په «دهنو» کلي کې د یوې میلمستیا څخه د راستنېدو پر مهال په ډزو وژل شوی دی.

د سرچینو په وینا، محمد شاه بیک د حکومت په پولیسو او محلي ځواکونو کې دنده کړې وه او په دې وروستیو کې یې د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په بازار کې د اوړو دوکان درلود.

د دې پخواني پوځي نظامي د وژنې عاملین او انګیزه روښانه نه ده او نه هم دغلته ځايي طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ویلي دي.

ورته مهلل جوزجان کې سرچینې وايي، چې مخ پټو وسله والو د دې ولایت په مرکز کې یو سړی په خپل کور کې وژلی دی.

د سرچینو په وینا، دا سړی باز محمد نومېده او تېره شپه د شبرغان ښار «اېف پروژې» سیمه کې وژل شوی دی.

سرچینې وايي، چې له ۱۵ څخه زیات مخ پټې وسله وال د شپې د باز محمد کور ته ننوځي او نوموړی د خپلې کورنۍ د غړو پر وړاندې وژني.

د باز محمد خپلوان وايي، چې هغه د اوړو فابریکه درلوده. د هغه د وژنې انګېزه لا هم روښانه نه ده. د سرچینو په وینا، باز محمد له کوم فرد یا ډلې سره پخوانۍ دښمني نه درلوده.

په جوزجان کې د طالبانو ځايي چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته پټې وژنې زیاتې شوي او دغه راز د پخواني حکومت سرتېري هم وخت ناوخت وژل کېږي. په ځینو مواردو کې طالبان له پخوانیو نظامیانو څخه په غچ اخیستنې تورن دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه