تورخم کې د کډوالو په ځانګړي کمپ کې ۳۴ ماشومان زېږېدلي

photo: sent to Etilaatroz

اطلاعات روز: ننګرهار کې روغتیایي مسوولین وایي، چې له پاکستان څخه په زور د افغان کډوالو د راستنېدو د دویمې څپې له بهیر پېلیدو راهیسې د تورخم عمري لنډ مهاله کمپ کې تر دامهاله د بیرته راستنو شویو کورنیو ۳۴ ماشومان زېږېدلي دي.

د روغتیايي کمېټې مسوول سید محمد شاهد نن (یکشنبه، ۱۴ د غویي) وویل، د دغو نویو زېږېدلو له ډلې دوه یې په عملیات او پاتې نور په عادي ډول زېږیدلي چې ماشومانو او مېندو ته یې ټول روغتیایي خدمتونه رسېدلي دي.

د هغه په وینا، د تورخم په عمري کمپ کې یوشمېر نړۍوالو او خیریه روغتیایي بنسټونو هم خدمات پیل کړي چې هره ورځ ګڼو تازه راستنو شویو افغانانو ته وړیا روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي.

شاهد زیاتوي: «له پاکستان څخه د کډوالو په اجباري ډول د شړلو د دویمې څپې له پیل راهیسې په عمري کمپ کې ۳۴ نوي ماشومان زیږدلي او ټولو ته په سم ډول روغتیایي خدمات وړاندې شوي دي، دغه راز د کډوالو لپاره مو سیار روغتایي ټیمونه هم کار کوي څو د دوی روغتیایي ستونزو ته رسیده ګي وشي.»

ورته مهال له پاکستانه په جبري ډول را ایستل شوي کډوال وايي، د څښاک پاکو اوبو او سرپناه ته د نه لاسرسي له امله پر بېلابېلو ناروغيو اخته شوي دي.

له پاکستانه په جبري ډول را ایستل شوی حیات الله چې په عمري لنډ مهاله میشت غالي کې یې ماشوم زیږیدلی، وایي چې هوا ګرمه ده او د تازه زېږیدلي ماشوم په ګډون یې درې اولادونه پر بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي.

حیات الله وویل: «یوه اوونۍ کېږي چې دلته په تورخم کمپ کې له خپلې نهه کسیزه کورنۍ سره په خېمه کې اوسیږم، درې اولادونه مې په نس ناستي اخته شوي ځکه ګرمي ډیره ده او پاکو اوبو ته هم لاسرسی سخت دی، زیاتره کډوال له ناروغیو ځوریږي او روغتیایي خدماتو څه ډول چې لازمه ده نشته.»

نوموړی د پاکستاني پولیسو له ناسم چلند شکایت کوي او وایي، د هغوی د ناسم چلند له امله یې ناروغان له جدي ستونزو سره مخ شوي و او ان د ماشومانو د زیږون تر وخت پورې ورته مهلت هم ور نه کړل شو.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان هم له پاکستان څخه د راستنیدونکو کډوالو منځ کې د ساري ناروغیو د خپریدو خبرداری ورکړی و.

بل لور ته د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، چې د روان  ۲۰۲۵ کال د اپرېل میاشتې له لومړیو تر دې مهاله له پاکستان څخه نږدې ۱۰۰زره افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

یاد سازمان پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې یاد شمېر کډوال د دوی له لوري د اپرېل له څلورمې د همدې میاشتې تر ۲۸مې نېټې پورې ثبت شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان همداراز زیاته کړې چې دوی له خپلو شریکانو سره یوځای بېرته راستنېدونکو افغانانو ته بېړنۍ مرستې او خدمات وړاندې کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه