خوست کې د ملکيانو وژنه؛ حکومت او طالبان یې پړه پر یو بل اچوي

اطلاعات روز: د خوست صبریو ولسوالۍ ځایي اوسېدونکي اطلاعات روز ته وایي، چې حکومتي ځواکونو په یاده ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۷ تنه وژلي، ځینې نور بیا دغه شمېره ان ۱۷ یادوي.

ځایي اوسېدونکو دغه خبرې، اطلاعات روز ورځپاڼې ته د نوم نه ښودلو په شرط وکړې. دوی وویل، دغه عملیات پرون (شنبه، ۷ د وري) د صبریو ولسوالۍ «ابه خېل، زمبر مکتب بازار او رحیم کلي» کې شوي دي.

اخوا طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا کړې، چې د دوی په وینا د «ضربتيانو» په نوم سرتېرو د خوست د صبریو ولسوالۍ بېلابېلو سیمو کې د عامو خلکو پر کورونو او د «مکتب بازار» سیمه کې عملیات پیل کړي دي. د دوی په وینا په دې عملیاتو کې د بهرنیو ځواکونو الوتکو هم مرسته کړې ده.

د طالبانو اعلامیه کاږي، په دغو عملیاتو کې نږدې شل تنه ملکيان چې ډېری یې ماشومان او ښځې دي، وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.

طالبانو په دې اعلامیه کې له نړیوالو بنسټونو په ځانګړي ډول له «یوناما» غوښتي، چې د دې پېښو پر وړاندې خپل دریځ روښانه کړي.

خو د هېواد کورنیو چارو وزارت بیا اطلاعات روز ته په یو استول شوي پیغام کې په صبریو ولسوالۍ کې د ځواکونو له خوا ملکیانو ته مرګ ژوبله ردوي. د دې وزارت مرستیال ویاند سیدحامد روشن په استول شوي پیغام کې مني چې په صبریو ولسوالۍ کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو چاڼیز عملیات روان کړي، خو په وینا یې چې وژل شوي ملکیان د دوی برید کې نه دي وژل شوي.

ښاغلي روشن ویلي: «د صبریو په سخړ کوټي کې په یوه کور کې هغه مهال ماین چاودنه وشوه چې د خوست ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په مشترکه په نوموړي سیمه کې د دوښمن پر ضد تصفیوي عملیات ترسره کول. ماین چې د دښمن له لوري په کور کې کېښودل شوی و، د خوست ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو د غږ سره د کور د مېرمنو یا ماشومانو له خوا پټ ځای ته وړل کېده چې چاودنه یې وکړه او د کور یوه ښځه او یو ماشوم یې ځای په ځای مړه او یوه ښځه او یو ماشوم یې ټپیان کړل.»

کورنیو چارو وزارت په دې پیغام کې ویلي چې طالبانو له دې پېښې ناوړه ګټنه کړې او خلک یې هڅولي چې پړه یې پر ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ورواچوي.

دوی ویلي: «په همدې وخت کې طالبانو د موقع څخه په استفادې سره د نوموړي منطقې خلک تحریک او ویرولي چې د پېښې پړه پر ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ور واچوي او خپل وحشت او غیرې انساني کړنې پټې کړي، خو د صبریو ولسوالۍ اړوند مېشتو خلکو ته ډاډ ورکول کېږي،  چې په نوموړو عملیاتو کې خلکو ته هېڅ ډول ځانې او مالي زیان نه دی اوښتی او د دښمن پر داسې پوچو تبلیغاتو باید ونه غولیږي.»

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند په استول شوي پیغام کې دغه راز لیکلي، چې دولت ضد ډلو تل کورونه، دیني مدرسې او جوماتونه د خپلو موخو لپاره د وسلو ډیپوګانو، د بمونو جوړولو فابریکو او پناه ځایونو په توګه کارولي او په وینا یې چې په دې کار سره ملکیانو ته مرګ ژوبله اړوي او بیا یې پر افغان امنیتي ځواکونو ورتپي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه