د افغانستان د خبریالانو مرکز: د رسنیو ازادۍ په پراخه توګه کمې شوې دي

اطلاعات روز: د رسنیو د ازادۍ د نړیوالې ورځې (د می درېیمه) په درشل کې د افغانستان د خبریالانو مرکز په هیواد کې د رسنیو پر ازادۍ د محدودیتونو د زیاتېدو او د خبریالانو د نیولو په تړاو په خپل راپور کې اندیښنه ښوولې چې د طالبان تر واکمنۍ لانې د رسنیو ازادۍ په جدي توګه زیانمنې شوې دي.

د دې مرکز موندنې ښیي چې د ۲۰۲۴ کال له می میاشتې راهیسې د رسنیزو ازادیو د نقض لږ تر لږه ۲۱۵ موارد ثبت شوي چې په دې لړ کې ۱۷۵ مستقیمې او غیر مستقیمې ګواښنې او ۴۰ د خبریالانو د نیولو موارد دي.

د خبریالانو د مرکز په وینا، دا شمیرې د پخوانۍ دورې (د ۲۰۲۳ له می څخه د (۲۰۲۴ تر می پورې) په پرتله ۵۸ سلنه زیاتوالی ښیي.

دې مرکز همدا راز ویلي چې له نیول شویو خبریالانو څخه ۱۰ تنه یې لا هم په زندان کې دي او د هغوی اووه تنه له اوو میاشتو څخه بیا تر یوه کال پورې په بند محکوم شوي دي.

د اوو محدودوونکو دستور العملونو اعلان

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې طالبانو د تېر یوه کال پر مهال پر رسنیو د محدودیتونو د سختولو په لړ کې اووه نوي دستور العملونه اعلان کړي او پلي کړي دي چې تر ډېره حده رسنیز فعالیتونه په نښه کوي.

په دې دستور العملونو کې د ژوندیو شیانو د انځور پر خپرولو بندیز، له تبعیدي رسنیو سره پر همکارۍ بندیز، د ژوندیو سیاسي او اقتصادي خپرونو او ګردیو میزونو پر خپرولو بندیز، د طالبانو د سیاستونو او مسوولینو پر ننګولو او نقدولو بندیز، د ناتایید شویو کارپوهانو پر حضور بندیز او همدا راز په ځینو ولایتونو کې ښځو ته د ځانګړو رسنیو پر فعالیت بندیز شامل دي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت پراخه لاسوهنه

د خبریالانو مرکز ویلي چې د تېرو ۱۲ میاشتو پر مهال د رسنیزو ازادیو د وضعیت د بدوالي یو لامل په رسنیزو چارو کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر زیاتېدونکې لاسوهنه ده.

د دې مرکز په وینا، د طالبانو امر بالمعروف وزارت د رسنیو د څارنې او کنټرول په برخه کې پراخ صلاحیتونه تر لاسه کړي او د هغو رسنیو په تړلو او تنبیه کولو کې یې مستقیم رول لرلی چې د دې وزارت له امره یې سرغړونه کړې او د خبریالانو د ګواښنې او نیونې اقدام یې کړی دی.

د خبریالانو د مرکز په راپور کې ویل شوي چې د وروستي یوه کال پر مهال د ژوندیو شیانو د انځور پر خپرولو له بندیز سره ۲۵ ټلویزونونه په راډیوګانو بدل شوي، همدا راز ۹ رایډیوګانې په لنډمهالې توګه تړل شوې او یوه راډیو په بشپړه توګه ختمه شوې.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون چې د تېر کال د زمري میاشتې پر مهال د هبت الله اخوندزاده له لوري توشیح شو، د اوولسمې مادې له مخې د ژوندیو شیانو د انځور پر خپرېدلو بندیز لګېدلی دی. دا بندیز تر اوسه په ۱۷ ولایتونو کې پلی شوی دی.

د خبریالانو مرکز په خپل کلني راپور کې ویلي، دې ته په پام چې طالبان د ښځې غږ «عورت» بولي، په رسنیو کې پر بوختو ښځو فشارونه نور هم زیات شوي دي.

د دې مرکز په وینا، د یوه بې مخینې اقدام له مخې په بدخشان کې طالب چارواکو د دوو هغو راډیوګانو د تړلو طرح تیاره کړې چې ښځو ته ځانګړې دي.

د ۲۰۲۵ کال پر مهال د رسنیزو ازادیو د نړیوال شاخص له مخې، افغانستان د ۱۷.۸۸ نومرو په لرلو سره په ۱۷۵ مقام کې دی، په داسې حال کې چې د ۲۰۲۴ کال په درجه بندي کې په ۱۷۸ مقام کې و.

بې سرحده خبریالانو د دې درجه بندۍ په خپرولو سره ویلي چې د ۲۰۲۴ کال پر مهال لږ تر لږه ۱۲ رسنۍ د طالبانو د بندیزونو له امله تړل شوې دي.

دې سازمان همدا راز ویلي چې په افغانستان کې اقتصادي ستونزو د رسنیو پر ازادۍ فشارونه زیات کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه