د کډوالۍ نړیوال سازمان: تر پنځو زرو زیات افغانان د کډوالۍ پر لارو مړه شوي دي

د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې بیا تر اوسه د افغانستان پنځه زره او ۶۴ وګړي د کډوالۍ پر لارو مړه شوي.

دې بنسټ په یوه راپور کې چې پرون (سې‌شنبه، ۹ د غوایي) خپور شوی، ویلي چې په دې لړ کې زرګونه تنه په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال تر سیاسي بدلونونو ورسوته له هیواده د تېښتې پر مهال مړه شوي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې په دې موده کې ټولټال ۵۲ زره وګړي له کړکېچ ځپلو هیوادونو د تېښتې پر مهال مړه شوي.

دې بنسټ ویلي چې ډېرې مړینې هغو هیوادونو ته نژدې ثبت شوې چې په کړکېچ یا هم ناورین کې ګېر دي، لکه افغانستان او میانمار.

د کډوالۍ د نړیوال سازمان له راپور سره سم، په دې لړ کې تر درې زره او ۱۰۰ تنو زیات په میانمار کې روهنګیایي وګړي له دې هیواده د تېښتې پر مهال مړه شوي.

دې بنسټ ویلي چې د دې افرادو اکثریت یې یا په کښتیو کې غرق شوي او یا هم بنګله‌دېش ته د تګ پر مهال مړه شوي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې د مدیترانې مرکزي مسیر لا هم په نړۍ کې د کډوالۍ تر ټولو خونړی مسیر دی او شاوخوا ۲۵ زره تنه پر دې مسیر په سمندر کې غرق شوي.

دې بنسټ ویلي چې کوم کډوال د کډوالۍ پر مسیرونو مړه شوي، له ناامنۍ، شخړو، ناورینونو او نورو انساني کړکېچونو په تېښته کې وو.

د دې بنسټ له شمېرو سره سم، د وروستیو لسو کلونو پر مهال د کډوالۍ پر مسیرونو مړینې په ټوله نړۍ کې د کډوالو د مړینې ۷۲ سلنه جوړوي.

دې بنسټ ویلي چې په دې شمېرو کې هغه ۳۹ زره تنه هم شامل دي چې کړکېچنو سیمو په غالب ګومان په ناامنو شرایطو کې ښکېل وو او همدا راز هغه ۱۳ زره او ۵۰۰ نور وګړي چې له شخړې او ناورینونو د تېښتې پر مهال وژل شوي.

د کډوالۍ د نړیوال سازمان عمومي مدیر امي پاپ ویلي: «دا شمیرې یو داسې تریخ واقعیت بیانوي چې خلګ هغه وخت خپل ژوند له خطر سره مخ کوي چې کله ناامني، د فرصتونو کمښت او نور فشارونه ورته په خپل وطن کې هیڅ خوندي انتخاب نه پرېږدي.»

ده ویلي: «موږ باید په ټولنو کې د ثبات او فرصتونو د ایجاد لپاره پانګونه وکړو تر څو کډوالي یو انتخاب وي، نه اجبار او کله چې پاتې کېدل شوني نه وي، باید په ګډه کار وکړو تر څو د ژوند ژغورلو لپاره خوندي، قانوني او منظم مسیرونه تیار شي.»

د کډوالۍ د نړیوال سازمان د ورکو کډوالو د پروژې همغږې کوونکې جولیا بلیک ویلي چې د کډوالو د مړینې واقعي ارقام تر دې لوړ دي، ځکه چې له جګړې او ناورین ځپلو سیمو څخه دقیقې شمېرې نشته.

د کډوالۍ نړیوال سازمان له دولتونو او بشرپالو شریکانو غوښتي چې له نورو همکارانو سره یو ځای دې کډوال کړکېچ ته یوازې نه پرېږدي.

دې بنسټ ویلي چې په دې لړ کې باید قانوني مسیرونه پراخ شي، مرستو او لومړنیو روغتیایي خدماتو ته لاسرسی ښه شي او د شمېرو راټولونې په سیسټم کې پانګونه وشي، تر څو وکولای شي چې له خطر سره مخ وګړي په ښه ډول وپېژني او خوندي یې کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه