د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وایي، د افغانستان سوله خبرو اترو کې د اوسنیو ستونزو حل لپاره باید د امریکا نوی حکومت دغه خبرې اترې تر تازه ارزونې لاندې ونیسي.
ښاغلي دانش، چې نن ورځ (دوشنبه، ۱۹ لړم) یې په کابل کې خبرې کولی وویل، چې د امریکا له خوا د سولې خبرو بیا کتنې سره، په دې لړۍ کې شته ستونزې له منځه ځي او ټولې خواوې به هم په «مسوولانه» او له واقعیتونو سره سم له سولې ملاتړ وکړي.
هغه په افغان سوله کې د امریکا له هڅو په هرکلي، د دې هېواد له نوي حکومته وغوښتل، چې له دې پروسې او د افغانستان د ارزښتونو او لاسته راوړنو د خوندیتوب ملاتړ دې وکړي.
د ولسمشر دویم مرستیال دغه راز وویل، د طالبانو ډله د هغوی له لرونکو نرمښتونو له امله، د سولې خبرې یو نامالوم حالت سره مخ کړې دي. هغه ټینګار وکړ، چې دا موضوع د دې لامل شوې څو د افغانان د سولې پر دې پروسې بې باوره شي.
له بلې خوا، سرور دانش زیاته کړه، چې د افغانستان له بندخونو ازاد شوي طالبان د هوکړې خلاف بېرته د جنګ ډګر ته ګرځېدلي. ښاغلي دانش ټینګار کړی، چې د افغانستان خلک هم، د طالب زندانیانو خوشې کولو کې طالبانو ته د امتیاز ورکولو له امله، افغان حکومت مسوول بولي.
هغه د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي زیاتوالی د نه منلو او د طالبان – امریکا شوې هوکړې سره په ښکاره ټکر کې یاد کړ او یې ویل، چې دغه ډله لا هم د خپلې ژمنې خلاف د جنګ غوښتنې پر دریځ ټینګار لري او پر سوله ییزې لارې باور نه لري.
د ولسمشر دویم مرستیال په خپلو خبرو کې دوحه کې د افغان سولې روانو خبرو ته پرتو ننګونو ته په اشارې وویل، چې د دې خبرو بنسټ په توګه د دوحې تړون، د افغانستان دولت ته د منلو نه ده.
هغه ټینګار وکړ، چې د افغانستان دولت دغه هوکړه تایید کړې نه ده، څو د هغې محتویاتو د جزیاتو پورې مسوولیت ولري.
دا خبرې په داسې مهال دي، چې د قطر دوحه کې له شاوخوا دوو میاشتو وروسته هم د افغانستان سولې خبرو کې کوم پرمختګ نه دی شوی او د افغانستان دولت او طالبانو مرکچي پلاوي د خبرو پر کړنلاره کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي.
