ننګرهار کې طالبان پخواني مامورین له دولتي کورونو په زوره باسي

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت د مرکز جلال اباد ښار شپږمې ناحېې اړوند «فارم هډې» سیمه کې طالبانو ځایي خلکو ته د یوې اوونۍ ضرب الاجل ورکړی چې له خپلو استوګنیزو کورونو ووځي.

سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د ننګرهار کانال ریاست اړوند دولتي کورونه چې د تېر حکومت له لوري دولتي مامورینو ته د استوګنې لپاره ورکړل شوي وو، تازه طالبانو د یادو کورونو د خالي کولو آمر کړی او اوسېدونکو ته یې د یوې اوونۍ وخت ورکړی چې کورونه پریږدي.

سرچینې زیاتوي، چې د یادو کورونو شمېر سلګونو ته رسیږي، چې د څو لسیزو راهېسې په کې دولتي مامورین او د پخوانیو حکومتونو تقاعد شوي نظامیان او ملکي کارکوونکي اوسېدل.

سرچینې وویل: «د جلال اباد ښار شپږمه ناحیه فارم هډې سیمه کې چې دولتي کورونه دي او ټول اوسېدونکي یې پخواني د دولت کار کوونکي دي، دوی ته طالبانو له کورونو د ووتلو آمر کړی او ورته ویلي یې  دي؛ باید د کور دیوالونه وران نشي خو فقط د چت او کړکۍ د وړلو حق لري نور دې کورونه پریږدي دې حالت خلک زیات اندېښمن کړي دي ځکه کلونه وخت یې دلته تېر کړی.»

په سیمه کې یوې بلې سرچینې بیا وویل، چې په یادو کورونو کې نه یوازې د دولت تقاعد شوي کسان اوسېدل بلکې له تېر حکومت پاتې اوسني مامورین هم په کې استوګن وو، چې د طالبانو له لوري له بېلابېلو ادارو څخه تازه د تنقیص په نامه له دندو ګوښه شوي او هم یې ورته له کورونو د وتلو آمر کړی دی.

د سرچینې په خبره یو شمېر ځایي اوستوګن له طالبانو سره له لفظي او فزیکې شخړې وروسته طالبانو نیولي او دا مهال په امنیې قومندانۍ کې بندیان دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې دا چاره د طالبانو د څو امنیتي ارګانونو په همغږۍ ترسره کېږي او دا مهال په چټکۍ سره روانه ده او د سیمې اوسېدونکو ته خبرداری ورکړل شوی، که دا مسئله رسنیزه کړي نو سخته سزا به وویني.

سرچېنې زیاته کړه:«د ډاکتر نجیب له وخت راهیسې دا کورونه دولتي کارکوونکو ته ورکړل شوي؛ اوس طالبانو خلک له دې کورونو ویستلي دا خلک اوس د اوسېدو ځای نه لري ځکه له یوې خوا ګرمي او له بلې خوا د کورونو لوړې بیې هغه ستونزې دي چې دا خلک ورسره مخ دي.»

په سیمه کې یوې بلې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط زیاته کړه، چې په دغو کورونو کې یې له لسیزو راهیسې ژوند کړی، خو طالبانو ورته څو ورځې مخکې خبرداری ورکړی، چې کورونه پرېږدي که نه له سخت غبرګون سره به مخ شي.

د سرچینې په وینا هغه سیمه چې د دولتي مامورینو کورونه په کې موجود دي د ننګرهار د کانال ادارې اړوند دي، خو طالبان دا کار له پخوانیو مامورین او دولتي تقاعد شویو کسانو سره د «عقدې» له مخې کوي.

بلخوا د ننګرهار کانال ریاست کې یوه باوري سرچینه هم تاییدوي چې د جلال اباد ښار په شپږمه ناحیه کې یې له دولتي کورونو د خلکو د ویستلو لړۍ پیل کړې.

سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط وویل، داسې پلان شته چې په یادو کورونو کې د پخوانیو مامورین له وتلو وروسته په همدې کورونو کې د طالبانو هغه دولتي او نظامي کسانو ته د استوګنې ځای ورکړل شي، چې دامهال د اوسېدو ځای نه لري او یا یې کورونه په نورو ولایتونو کې دي.

ننګرهار کې طالب چارواکو تراوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو پر افغانستان له بیا ځلې واکمنېدو وروسته د تېر حکومت د چارواکو کورونه او ځمکې نیولي او پر پوځي مرکزونو او د خپلو پلویانو د اوسېدو پر ځایونو یې بدل کړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه