وران کورونه او ویجاړ سړکونه؛ له ننګرهار ښاروالۍ د خلکو شکایتونه

د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار اوسېدونکي ادعا کوي، چې د جلال اباد ښاروالۍ لپاره د طالبانو مسوولین د رغنیزو او نورو پراختیايي پروژو په پلي کیدو او منظورۍ کې دوه ګونی چلند کوي او زیاتره پروژې یې نیمګړې پرېیښي دي.

د جلال اباد د اوومې ناحېې اړوند «افغان مېنې» اوسېدونکی امین الحق وایي، چې د جلال آباد ښار حلقوي سړک دویمه لیکه چې د ډرونټې له ځنګل باغ سیمې څخه پیل او تر ثمرخېلو ادامه مومي، د طالبانو ښاروالۍ یې د جوړولو په موخه د خلکو استوګنیز کورونه، کرنیزې ځمکې او سوداګریز مارکېټونه ویجاړ کړي، خو د کلونو په تېرېدو لا هم د یاد سړک د جوړېدو چارې نه دي پیل شوي.

امین الحق وویل: «د جلال اباد ښار حلقوي سړک چې له ډرونټې پیل او تر ثمرخېلو پورې رسیږي د جوړلو په بهانه یې طالبانو دوه کلونه کېږي، چې د خلکو د اوسېدو کورونه، ځمکې، دوکانونه او نورې آبادۍ له منځه وړي، خو لا تراوسه د دې سړک د جوړولو چارې نه دي پیل شوي؛ خلکو ته ښاروالۍ ویلي و د کورنو د ورانېدو په صورت کې به د ځای او آبادۍ پېسې ورکوي، خو تر اوسه هیڅ کس ته دا پېسې نه دي ورکړل شوي خلک ډیر خواشیني دي ځکه که دا سړک نه جوړوي نو پر خلکو یې اباد کورونه ولې وران کړل او دغه راز خلکو ته د خپلو کورونو په مقابل کې هیڅ نه دي ورکړل شوي.»

د هغه په خبره د ښاروالۍ له لوري د دا ډول نیمګړو پروژو له امله خلک خوابدي شوي او د پخوا په څېر له ښاروالۍ سره د ښاریانو همکاري هم کمرنګه شوې ده.

جلال اباد ښاریان وایي، کورنه یې د بیارغونې په پروژو کې له منځه تللي، خو تر اوسه پروژې نه دي بشپړې شوي

د جلال اباد ښار یو بل اوسېدونکی سید نظیم هم د ښاروالۍ پر رغنیزو چارو نېوکه کوي او وایي، د جلال اباد ښار د حلقوي سړک پروژه یوه له هغو پروژو ده، چې طالب مسوولین یې له تېرو درېیو کالو راهیسې له خلکو سره د پلي کولو ژمنه کوي، خو دا ژمنه هم د ګڼو نورو ژمنو په څېر نمایشي ښکاري.

سید نظیم زیاتوي: «په جلال اباد ښار کې د ګوتو په شمېر څو کوڅې د ښاروالۍ له لوري قیر شوي او نور داسې بنسټیز کار د ښار د پراخوالي او رغنیزو پروژو په برخه کې نه دی شوی، ځکه ښاروالۍ دا څو کلونه کېږي چې وایي، په ښار کې د ګڼې ګوڼې د مخنیوي لپاره له ډرونټې تر ثمرخېلو د بهسودو سیند ترڅنګ څلوېښت متره سړک جوړوي؛ خو دا دی درې کلونه کېږي هیڅ نه دي شوي فقط د خلکو کورونه یې د سړک په مسیر کې وران کړي او نور سړک کندې کپرې او وران پروت دی له ښاروالۍ غوښتنه کوو چې باید د رغنیزو پروژو په پلي کېدو کې چټکوالی راولي.»

د جلال اباد ښار اتمې ناحيې اړوند د بهسودو پُل څخه تر عبدالخېلو سيمې پورې ۱۲ کیلو متره سړک چې څلويښت متره پراخوالی لري بله هغه پروژه ده چې چارې یې له کلونو راهېسې نیمګړې پاتې دي.

هغه کسان چې د دې سړک په مسیر کې یې کورونه او کرنیزې ځمکې ویجاړې شوې، شکایت کوي چې کورونه یې ویجاړ شول، سلګونه کورنۍ بې کوره شوې، کرنیزې ځمکې او باغونه له منځه یوړل شول، خو د سړک جوړولو عملي کارونه پيل شوي نه دي.

ولسي خلک وایي، په هغه سیمو کې چې پراختیایي پروژو لپاره په کې د خلکو استوګنیز کورونه ویجاړ شوي خلک یې بې سرپناه دي

د بازمحمد په نوم د سیمې یو تن اوسېدونکی چې کور یې د سړک لپاره ویجاړ شوی، وايي زه او سلګونه نورې کورنۍ د سړک جوړولو لپاره له خپلو کورونو تېر شوو، خو سړک هماغسې کنډواله پاتې دی.  

بازمحمد وویل: «زمونږ کور د بهسودو په دامان سیمه کی دی له کوم ځایه چې د بهسودو او عبدالخېلو سړک تېر شوی، ځایي خلکو د دې سړک لپاره خپل ودان کورونه وران کړل خو په مقابل کې یې نه تېر او نه د طالبانو اوسني حکومت هیڅ بدیل ورنه کړ؛ کلونه کېږي د دې سړک چارې نیمګړې پاتې دي او هیڅ اداره یې نه پوښتنه کوي او نه یې غم کوي چې څه باید وکړي له کومو ساحو چې سړک تېر شوی خلک د سړک د ګرد او دوړو له امله له زیاتو ستونزو سره مخ دي، نو غوښتنه کوو چې باید ښاروالۍ ټولې نیمګړې پروژې پلې کړي او باید د بیارغونې لپاره هلې ځلې لاګړندۍ کړي.»

نوموړی پر ښاروالۍ غږ کوي چې د دې سړک د جوړولو عملي کارونه ژر تر ژره پيل کړي، ترڅو هم د ښار ګڼه ګوڼه کمه او هم د ترافیکي پېښو مخنیوی وشي.

د هغه په خبره د یاد سړک د نیمګړو چارو له امله ځایي اوسېدونکي د زیات ګرد او دوړو له امله په تنفسي او نورو بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي.

ښاریان وایي، د ښار زیاتره برخو کې هیڅ پروژه نه ده پلي شوې


د جلال اباد ښار د شپږمې ناحېې اوسېدونکی سید ناصر بیا د ښاروالۍ مسوولین د رغینزو او پراختیایي پروژو په پلي کېدو کې پر دوه ګوني چلند تورنوي.

هغه وایي، د طالبانو ښاروالۍ له لوري په ټولو ناحیو کې په یو ډول پراختیایي او نورې رغنیزې پروژې نه پلي کېږي، چې له امله یې پر ښاروالۍ د خلکو نیوکې زیاتې شوي دي.

د نوموړي په وینا ناحیه کې یې داسې پروژه نه ده پلي شوې چې د خلکو ژوند دې ورسره ښه شوی وي. هغه پر ښاروالۍ نیوکه کوي چې د جلال اباد ښار په نورو ناحیو کې یې بېلابېلې پروژې پیل کړي، خو ځینې ناحیې یې هېرې کړې دي.

سید ناصر زیاته کړه: «ښاروالۍ هره میاشت له ښاریانو د صفایي او نورو بېلابېلو پلمو ټکس اخلي خو پروژې بیا په ټولو ناحیو کې یو ډول نه پلي کوي، دا مهال د ښار په لومړۍ، دوهمه، څلورمه او پنځمه ناحیه کې په ښو پروژو کار روان دی چې په کې د سړکونو جوړول، پلې لارې، د لښتیو اساسي جوړول او نورې ګڼې پروژې شاملې دي؛ خو په پاتې نورو ناحیو کې بیا دا ډول پروژې نشته، نو دا په خپله یو ډول دوه ګونی چلند دی چې خلک یې اندېښمن کړي او باید ښاروالۍ ټولو ناحیو کې یو ډول پروژې پلي کړي او له خلکو سره دې توپیري چلند نه کوي او ټولو ناحیو کې متوازن انکشافي پروژې پلي کړي.»

جلال اباد ښاروالۍ لپاره د طالبانو مسوولین وایي، ناحیو کې پروژې عوایدو ته په کتو منظوریږي/ جلال اباد ښاروالۍ

بلخوا د جلال اباد ښاروالۍ لپاره د طالبانو مسوولین بیا وایي، په ښار کې یې د ټولو هغو پروژو کارونه بشپړ کړي چې د تېر حکومت پر مهال یې چارې نیمګړې پاتې وې.

د یادې ادارې لپاره طالب ویاند حامد محمودي وایي، چې سږکال یې پر لسګونه انکشافي پروژو کار پیل کړی چې زیاتره پروژې یې د سړک جوړونې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، اوسمهال د ښار ځينو برخو کې سړکونه جوړ شوي او په ځينو نورو کار روان دی، چې په جوړېدو سره به یې د خلکو شته ستونزې تر ډیره حل شي.

نوموړی دا هم مني چې په ټولو ناحیو کې یو ډول رغنیزې او پراختیایي پروژې نه پلي کېږي.

محمودي زیاته کړه: «په جلال اباد ښار کې په زیاته اندازه د ښاروالۍ له داخلي عوایدو په لسګونه لویې او وړې پروژې پلي شوي او دغه راز د جلال اباد ښار حلقوي سړک پروژه د ښاروالۍ یوه له مهمو پروژو څخه ده، چې د ډیزاین او نورې چارې یې بشپړې شوي، خو د مالي امکاناتو د نشتون له امله یې چارې ځنډېدلي؛ دغه راز هغه ناحېې چې اوسېدونکي یې د ښاروالۍ ټکس پر وخت سپارلی او نفوس یې زیات وي، نو ځکه خو د پروژو په برخه کې هم زیات سهم ورکول کېږي هڅه مو دا ده چې په ټولو ناحیو کې یو ډول پروژې پلي شي او دغه راز کومې پروژې چې نیمګړې پاتې دي بشپړې شي.»

د ښاروالۍ د ویاند په خبره د ډیرو ټولګټو پروژو کارونه چې د بهرنیو مرستندویه بنسټونو لخوا مخته وړل کېدل په دې وروستیو کې پر افغانستان د امریکا د مرستو بندېدو له امله یې چارې نیمګړې پاتې دي.

جلال اباد ښار د هیواد یو له ګڼ مېشتو ښارونو شمېرل کېږي، خو اوسېدونکي یې وایي، چې نه یوازې د بیارغونې په برخه کې له پامه غورځول شوی، بلکې روغتیا، پوهنې او نورو برخو کې هم ورته څه ډول چې لازمه ده پاملرنه نه ده شوې چې له امله یې ګڼ ښاریان معیاري زده‌کړو او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه‌ لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه