جلال اباد ښار کې د کراچۍ چلوونکو پر وړاندې د طالبانو د ښاروالۍ چټک اقدمات

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې تېره ورځ د جلال اباد ښار په «دوه سرکې» سیمه کې د ښاروالۍ د کارکوونکي او د یو کراچۍ چلوونکي ترمنځ د شخړې پر مهال د ښاروالۍ د یو کارکوونکي له وژل کېدو وروسته جلال اباد ښاروالۍ له دغې ساحې څخه ټولې لاسي کراچۍ ټولې کړې دي.

د سرچینې په وینا له یادې پېښې وروسته کراچۍ چلوونکی په تېښته بریالی شوی، خو د طالبانو د ښاروالۍ مسوولینو په سیمه کې له شته کراچۍ چلوونکو غوښتي چې د یاد کس په پېژندلو او نیول کېدو کې له امنیتي ارګانونو سره همکار وکړي.

سرچینه زیاتوي: «د تېرې ورځې له پېښې وروسته په دوه سرکې سیمه کې حالت ډیر ترینګلی و او بیا تېره شپه د ښاروالۍ له لوري له یادې سیمې ټولې کراچۍ ښاروالۍ ځان سره وړي او دغه راز یې یو شمېر کراچۍ چلوونکي امنیه قومندانۍ د ښاروالۍ په غوښتنه هم نیولي، چې ګوندې د تېر ورځې په پېښه کې دوی هم لاس درلوده غوښتنه کوو چې مونږ ته دې د کار اجازه راکړل شي.»

په جلال اباد ښار کې یو بل کراچۍ چلوونکی عفور وايي، چې ښاروالۍ نه یوازې په «دوه سره کې» سیمه کې بلکې په ټول جلال اباد ښار کې یې د کراچیو د نیولو پروسه ګړندۍ کړې ده.

د هغه په خبره د طالبانو د حکومت په راتګ سره، ډېری خلک بې‌کاره شوي او موټر‌ چلولو او لاس‌پلورلو ته یې مخه کړې، چې دا ټول په ښار کې د بې‌نظمۍ او ګڼې ګوڼې لامل شوی دی.

غفور زیاتوي: «ښاروالۍ دې کراچۍ چلوونکو ته ځای مشخص کړي، څو له دې جنجالونو خلاص شو د کلونو په تېریدو تراوسه زمونږ ځای معلوم نه شو، غوښتنه له ښاروالۍ کوو چې پر مونږ دې د رزق ګټلو دا لاره چې کراچۍ دي نه بندوي بلکې مونږ ته دې اسانتیاوې برابرې کړي.»

بلخوا د جلال اباد ښاروالۍ ویاند حامد محمودي وایي، په ښار کې د ګڼې ګوڼې اصلي لامل دا دی چې خلک خپل کراچیانې په سم ځای کې نه دروي.

د هغه په خبره د دوی لپاره د ښار نظم  ډېر مهم دى او هېڅوک حق نه لري چې د کسب‌ او‌ کار په پلمه عامه لارې بندې کړي.

محمودي زیاتوي: «مونږ د ښاري نظم لپاره جدي اقدامات ترسره کوو، چې په دې لړ کې به ټول کراچۍ چلوونکي د ښار په داخل کې د فعالیت اجازه نه لري که دوی له دې امر سرغړونه کوي نو د دوی کراچۍ به نیول کېږي او بیا به د شکایت حق نه لري.»

د هغه په خبره جلال اباد ښاروالې د کراچيو او پلورونکو د تنظیمولو لپاره پر مشخص پلان کار کوي چې په راتلونکو ورځو کې به عملي شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه