د نجونو پر زده کړو بندیز؛ کونړ کې کتاب پلورنځي د سقوط له ګواښ سره مخ دي

Photo: Social media

اطلاعات روز: کونړ کې یو شمېر کتاب پلورونکي شکایت کوي، چې د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو بندیز او لوړې مالیې یې کاروبار اغېزمن کړی او ورځ بلې ته یې اقتصادي ستونزې زیاتیږي.

دوی وايي، له نیمايي زیات پېرېدونکي یې ښځینه زده کړیالانې وې چې د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو بندیز یې کاروبار ټکنی کړی او اندېښنه لري که دا وضعیت دوام وکړي د خپل کاروبار لمن به یې ټوله شي.

حزب الله (مستعار) چې له لسو کلونو راهیسې د کونړ په مرکز اسعد‌اباد ښار کې د کتابونو د پېر او پلور کاروبار کوي، وايي چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته تر بل هر څه د کتاب بازار اغېزمن شوی دی.

نوموړی زیاتوي، چې نه یوازې دا چې د طالبانو په روانه دوره کې مناسبه ګټه نه شي کولی؛ بلکې ډېری مهال خو د خپل پلورنځي لګښتونه هم نه شي پوره کولی چې دې چارې له مالي زیانونو سره مخ کړی.

یو شمېر نور کتاب پلورونکي بیا د کتاب پلورنې بازار د سوړوالي اصلي لامل د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو بندیزونه یادوي.

کتاب پلورونکي خبرداری ورکوي که طالبان د نجونو پر وړاندې د تحصیلي او ښوونیزو مرکزونو دروازې خلاصې نه کړي، شونې ده چې د کتاب پلورنې ټولې هټۍ سقوط وکړي.

اسعد‌اباد ښار کې یو تن کتاب پلورونکی د نوم نه یادولو په شرط وویل: «له کله چې اوسني نظام د جینکیو پوهنتونونه او مکتبونه بند کړي زمونږ کاروبار ورسره خراب شوی؛ ځکه د پوهنتونونو نیمايي فیصدي نجونو برابروله، اوس چې د نجونو پوهنتونونه او مکتبونه بند دي؛ نو زمونږ اخېستوونکي هم کم شوي دي.»

د کتابونو کاروباریان وايي، د پخواني حکومت پرمهال یې د نارینه وو په پرتله ښځینه پېرېدونکې زیاتې وې چې د طالبانو په نظام کې یې کاروبار له رکود سره مخامخ دی.

دوی زیاتوي؛ که د طالبانو رژیم په رښتیني ډول له دغه سکتور د ملاتړ هوډ ولري، نو نجونو ته دې د تعلیم او تحصیل اجازه ورکړي.

کتاب پلورونکي جمال الدین له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاته کړه: «د پوهنتونونو او مکتبونو له بندېدو وروسته نجونو هم د کتاب اخېستل پرېیښي چې زمونږ په کاروبار یې منفي تاثیر کړی او له سختو مالي تاوانونو سره یې مخ کړي یو.»

کتاب پلورونکي دغه راز شکایت کوي چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یادې ډلې پر دوی د پخواني جمهوریت په پرتله مالیه لوړه کړې او دې چارې له سخت مالي زیان سره مخ کړي دي.

کتاب پلورونکی صحبت الله ملکزي په دې اړه وویل: «مونږ د خپلې اتحادیې له غړیو سره څو څو ځلې د کونړ مستوفیت ته لاړو چې پر مونږ مالیه کمه کړي؛ خو دوی راته هر ځل وعدې راکوي او د حل لپاره یې هېڅ اقدام نه کوي، د پخواني حکومت پرمهال رانه د دوکان په سر پنځه زره افغانۍ مالیه اخېستل کېده، اوس رانه له ۱۴ تر ۱۸ زره افغانیو مالیه اخلي چې دا ډېرې لوړې پیسې دي.»

کونړ کې د کتابونو دا کاروباریان داسې مهال د خپل کاروبار له خرابوالي سر ټکوي چې واک ته د دغې ډلې له رسېدو وروسته د هېواد په ګوټ ګوټ کې سوداګر، پانګه وال او نور کاروباریان د طالبانو حکومت له درنې مالیې، ټکسونو او سوداګرۍ ځپوونکې پالېسۍ شکایت کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه