دفاع وزارت: علیپور پسې عملیات لا هم روان دي

اطلاعات روز: د ملي دفاع وزارت چارسمبالی محمدیاسین ضیا وایي، د میدان وردګو بهسودو لومړۍ حصې ولسوالۍ کې د عبدالغني علیپور او وسله والو پر ضد یې دویم پړاو عملیات پیل کړي دي.

محمدیاسین ضیا چې نن (شنبه، ۷ د وري) یې د لوړپوړو امنیتي چارواکو په خبري ناسته کې خبرې کولې  خبریالانو ته وویل، چې علیپور او جنګیالیو او دغه راز طالبانو پسې یې عملیات لا هم روان او نن د دې عملیاتو دویم پړاو پیل شوی دی.

د ښاغلي ضیا په وینا، لا څرګنده نه ده چې خپله علیپور چېرته دی خو ټینګار یې وکړ، چې پیدا او په سزا به یې رسوي. نوموړي دغه راز وویل، چې د میدان وردګو د بهسودو لومړۍ برخې ولسوالۍ کې د روان عملیاتو موخه یوازې علیپور نه، بلکې طالبان چې په وینا یې هلته یې د خلکو پر مخ لارې تړلي او ترې ناوړه ګټنه کوي، هم دي.

نوموړي زیاته کړه: «دا چې دا سړی ورک شوی، پټ شوی او یا یې تېښته کړې، دومره غټه خبره نه ده، موږ به یې انشاالله پیدا کړو، خو هلته موږ نورې عملیاتي موخې هم لرو. موږ هلته د خلکو ستونزې پام کې نیولي، هلته لارې بندې وې او طالبانو ترې ناوړه ګټنه کوله. نو زموږ عملیات هغوی پسې چې زموږ الوتکه یې غورځولې او طالبانو دواړو ډلو پسې روان دي. دواړه ترهګرې ډلې دي او دواړو ناسم کار کړی او عملیات پسې روان دي.»

د ملي دفاع وزارت چارسمبالي له خلکو هیله وکړه، چې د بهسودو پېښه دې د ده په وینا بل لور ته نه وړي: «زموږ هیله له روڼ اندې پرګنې دا ده چې دا بحث بل لور ته یو نه سي، موږ خپل دښمن پسې هر چېرته چې وي او په هره بیه چې وي، پسې ځو. بله خبره دا ده چې دا عملیات کومې سیمې باندې نه و او نه دومره لویه خبره وه. هغه یو غل او لارنیوونکی سړی و، چې زموږ الوتکه یې غورځولې وه، موږ به یې د الوتکې پرزې د کره مالوماتو لپاره راوړو.»

نوموړي دغه راز هغه راپورونه هم ناسم وبلل، چې ګواکې په بهسودو ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونه ځایي اوسېدونکو سره ناوړه چلند کوي. ده وویل، چې د رسنیو د راپورونو په خلاف هلته خلک له امنیتي ځواکونو سره په پیل شویو عملیاتو کې مرسته کوي او دغه راز له ځایي بې ځایه شویو سره د حکومت مرستې هم شوې دي.

د هوایي ځواک د ۷۷۷ لوا اړوند MI-17 ډوله الوتکه تېره میاشت د کب په ۲۷مه د علیپور وسله والو راپرځولې وه. دفاع وزارت ویلي و چې په دې پېښې کې ۹ تنه چې څلور یې عمله او پنځه امنیتي ځواکونه ول، وژل شوي.

له دې وروسته ملي دفاع وزارت وویلې، چې دغه الوتکه د عبدالغني علیپور وسله والو پرځولې او پر وړاندې یې د عملیاتو پیلېدو خبره وکړه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه