ننګرهار کې د انتاني روغتون ډاکټران: له څلورو میاشتو راهیسې مو معاشونه نه دي اخېستي

اطلاعات روز: د ننګرهار د سیمه ییز روغتون اړوند «د انتاني روغتون» ډاکټران وایي، چې له تېرو څلورو میاشتو راهېسې یې طالبانو معاشونه ځنډولي او تر اوسه نه دي ورکړل شوي.

په یاد روغتون کې ځینو ډاکټرانو د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې د دوی ژوند معاش پورې تړلی او د معاش څلور میاشتني ځنډ له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.

د ډاکټرانو له ډلې یو هغه یې زیاته کړه، چې له تېرو څلورو میاشتو راهیسې یې معاش نه دی ترلاسه کړی چې ژوند یې له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دی او همدا لامل دی، چې اوس‌ مهال د کور کرایه، د برق بل او د ورځنیو اړتیاوو لګښت نه شي برابرولی.

هغه وویل: «څلور میاشتې وشوې چې د انتاني روغتون ډاکټرانو ته معاش نه دی ورکړل شوی، ډاکټران بل عاید نه لري او همدا معاش یې د کورنۍ د نفقې ګټلو وسېله ده، ټول ډاکټران د همدې معاش د نشتون له امله له اقتصادي ستونزو سره مخ دي؛ د صحت عامې له رییس سره مو خبره هم شریکه کړې، خو تر اوسه یې هیڅ غبرګون زمونږ ستونزې ته نه دی ښودلی که معاش رانه کړل شي دندې پریږدو.»

د یاد روغتون د ډاکټرانو له ډلې یو بل بیا وایي، چې نه یوازې د دغه روغتون د ډاکټرانو بلکې د روغتون د ټولو کارکوونکو معاشونه ځنډېدلي او د علت په اړه یې په څو ځلي د ننګرهار د عامې روغتیا له رییس غوښتنه کړې، خو تراوسه یې قناعت کوونکی ځواب نه دی ورکړی، چې له امله یې دوی له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

د سرچینې په خبره، تازه د انتاني روغتون کارکوونکو په يو اعتراضیه ليک کې د طالبانو عامې روغتیا وزارت او دغه راز د ننګرهار د عامې روغتیا له ریاست څخه په جدي ډول غوښتي، که روانه میاشت کې يې مالي حسابونه تصفیه او معاشونه یې ورنکړل شي نو کار بنديز به اعلان کړي.

د نوموړي په خبره له دې وړاندې د انتاني روغتون د ټولو کارکوونکو معاشونه د روغتیا نړیوال سازمان له لوري ورکول کېدل، خو له کله راهېسې چې امریکا پر افغانستان مرستې درولي، نو د روغتیا نړیوال سازمان هم دغه روغتون او کارکوونکي بې سرنوشته پرېښي دي.

هغه زیاتوي: «مونږ خپلې دندې ته د وفادارۍ له مخې راځو ګنې څلور میاشتې ډیر وخت دی چې معاش مو نه دی ترلاسه کړی، مخکې به معاشات د روغتیا نړیوال سازمان له لوري راکول کېده، خو هغوی هم مونږ بې سرنوشته پرېیښي یو او هیڅوک مو پوښتنه نه کوي؛ کوم لیک چې مونږ طالب چارواکو ته استولی په کې مو مشخص کړي که دا میاشت معاش رانه کړل شي، نو کار بندیز به وکړو ځکه مونږ بله لاره نه لرو او نه د خپلې کورنۍ لپاره د نفقې د پېدا کېدو بله لاره لرو باید زمونږ معاشونه راکړل شي.»

د ننګرهار د انتاني روغتون د ډاکټرانو په خبره له دې وړاندې په دې روغتون کې د کرونا ناروغان تداوي کېده، خو اوس په کې یوازې په شري ناروغۍ اخته ماشومان تداوي کېږي.

د دوی په خبره په یاد روغتون کې د درملو کمښت، د برېښنا پرچاوي او د مالي امکاناتو د نشتون له امله دغه روغتون د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دی.

مونږ هڅه وکړه، چې یاده ستونزه د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست لپاره له طالب ویاند نقیب الله رحیمي سره شریکه کړو، خو د دوو ورځو پرله پسې هڅو سره سره یې زمونږ اړیکه ځواب نه کړه او نه یې هم د وټساپ له لارې زمونږ لیکلي پيغام ته ځواب ورکړی دی.

بلخوا تازه د روغتیا نړیوال سازمان تازه د یو راپور په خپرولو سره د افغاستان په بېلابېلو ولایتونو کې د روان کال په لړم کې د ۲۲۰ نورو روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو خبرداری ورکړې، چې له مخې به یې په افغانستان کې ۱۰ سلنه وګړي له روغتیايي خدمتونو بې برخې شي.

یاد سازمان دا حالت د ټولنې د نورو وګړو سربېره د افغان ماشومانو ژوند لپاره ګواښوونکی بللی او په دې برخه کې یې د مرستو پر دوام او همکاریو ټینګار کړی ترڅو افغانان د روغتیايي خدمتونو څخه بې برخې نه شي.

افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان استازي ویلي، که دغه مالي او بودیجوي خلا جبران نه شي وضعیت به تر دې هم بدتر شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه