د طالبانو مشر د ملایانو په غونډه کې: که زموږ خبره ونه مني، په زور یې په منو

اطلاعات روز: د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده ویلي چې د دې ډلې د ملایانو خبرې «حکم» او «لازم العمل» دي او که یې څوک ونه مني، باید په «جبر» په ومنل شي.

ده دا خبرې په کندهار کې د «حج د زایرینو د معلمانو» په سیمینار کې کړې دي.

یو غږیز فایل چې د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت خپور کړی، د دې ډلې مشر پکې وایي چې ملایانو په تېر وخت کې «فتوا» ورکوله، خو اوس «قاضي او امیر» دي او خبرې یې «حکم» دي.

دی وایي: «د ملایي د دوران په پرتله اوس په لوی امتحان کې یو، ملایي اسانه وه، کوم مشکل نه و، که به مو څه ویل هغه به فتوا وه، که به چا منله او کنه. خو اوس ستاسو خبره حکم ده، باید ومنل شي. اوس په دې حد کې یو که یې څوک ونه مني، په جبر یې په منو او که یې په ونه منو، غاړې مو بندې دي. پخوا مفتیان واست، اوس قاضیان او امیران یاست، ستاسو خبره لازم العمل ده.»

د طالبانو مشر وایي چې د دې ډلې ملایان اوس که اوس د «جایز» په اړه حکم کوي، نو د هغه کار کول بیا «واجب» دي او که منع ترې وکړي، «حرام» کېږي.

هبت الله اخوندزاده په خپلو خبرو کې وایي چې د طالبانو رژيم د افغانستان او نړۍ لپاره یو «نعمت» دی.

ده د حج له معلمینو څخه غوښتي چې د حج پر مهال دې د طالبانو د حکومت لپاره تبلیغ وکړي. د طالبانو مشر ویلي: «د حج مراسم یو ښه فرصت دی چې د دې شرعي او اسلامي نظام فواید خلګو ته بیان شي او ذهنیت یې جوړ کړل شي.»

اخوندزاده د حاجیانو له معلمانو غوښتي: «په حج کې له اسلامي نظام څخه دفاع وکړئ او داسې ذهنیت جوړ کړئ چې حاجیان له هغې خوا راځي، ټول مجاهدین وي.»

طالبان خپل رژيم «اسلامي نظام» او خپل جنګیالي مجاهدین ګڼي.

د طالبانو مشر په خپلو خبرو کې پر علني اعدام کېدونکو نیوکو ته هم ځواب ویلی او ویلي یې دې چې «کافران مسلمانان عبادت کولو ته نه پرېږدي».

ده ویلي: «پرون قصاص وشو او تاسو ولیدل چې دنیا پر قصاص څومره اعتراض کوي. وایي چې خلګ مو مړه کړل. ظالمان یاست او د خلګو تر منځ وحشت او وېره خپروئ. دې (علني اعدام) ته وېره او وحشت وایي. دا د بشري حقونو خلاف بولي. زموږ لپاره د شریعت یو حکم [دی] چې باید قصاص وکړو، حدود جاري کړو او تعزیزات عملي کړو.»

طالبانو د جمعې په ورځ څلور تنه د قتل په تور په بادغیس، فراه او نیمروز ولایتونو کې په عام محضر کې اعدام کړل.

د طالبانو سترې محکمې ویلي چې دا څلور تنه د دې ډلې په درو ګونو محکمو کې په قصاص محکوم شوي وو او د هغو احکام د هبت الله اخوندزاده تر تایید او د مقتولو افرادو د کورنیو تر نه بښنې وروسته تطبیق شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) دفتر، د بښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو نورو بنسټونو له طالبانو غوښتي چې د اعدام د حکم عملي کول دې متوقف کړي.

طالبانو د تېرو درې نیمو کلونو پر مهال بیا تر اوسه ۱۰ تنه په عام محضر کې اعدام کړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه