بښنې نړیوال سازمان: علني مجازات د انساني کرامت فاحش سپکاوی دی

اطلاعات روز: د بښنې نړیوال سازمان د طالبانو له لوري د څلورو تنو پر اعدام خواشیني ښوولې او دا اقدام یې انساني کرامت ته «فاحش سپکاوی» او د نړیوالو قوانینو او معیارونو نقض بللی دی.

دې سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي چې په عام محضر کې «خواشینوونکي اعدامونه» د طالبانو له لوري د بشري حقونو د اندېښمنوونکي نقض دوام څرګندوي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې طالبان همدا راز د بشري حقونو څرګندو اصولو ته په نه پاملرنې سره ښیي چې د بشري حقونو نړیوالو قوانینو ته په دوامداره توګه توجه نه کوي.

دې سازمان ویلي: «موږ له ټولو اعدامونو سره [له دې امله] مخالف یو چې د ژوند د حق نقض [یې ګڼو]. طالبان یې په پر له پسې توګه په علني ډول ترسره کوي چې دا د انساني کرامت فاحش سپکاوی او همدا راز د نړیوالو قوانینو او معیارونو نقض دی.»

د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې په عام محضر کې د اعدام ترسره کول د دې مجازاتو شدت زیاتوي او کولای شي پر قرباني او هغو کسانو چې د اعدام شاهد دي غیر انساني اغېز ولري.

دې سازمان ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید پر طالبانو فشار راوړي چې د بشري حقونو دا ښکاره نقض پای ته ورسوي او په افغانستان کې د نړیوالو قوانینو د رعایت له تضمینېدو سره مرسته وکړي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي: «طالبان باید ټول اعدامونه ودروي او د اعدام مجازات لغو کړي».

طالبانو نن په بادغیس، فراه او نیمروز ولایتونو کې څلور تنه په عام محضر کې اعدام کړل.

د طالبانو سترې محکمې ویلي چې دا څلور تنه د دې ډلې په درې ګونو محکمو کې په قصاص محکوم شوي وو او د هغوی احکام د دې ډلې د مشر هبت الله اخوندزاده له لوري تر تایید او د مقتول د کورنۍ له لوري تر نه بښنې وروسته تطبیق شوي دي.

د نننیو څلورو اعدامونو په شمول طالبانو د تېرو درې نیمو کلونو پر مهال ټولټال ۱۰ تنه په عام محضر کې اعدام کړي دي.

طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته خپل لومړی قصاص په فراه کې د سراج الدین حقاني او ملا برادر په شمول د خپلو لوړپوړو چارواکو په حضور کې ترسره کړی و.

دې ډلې همدا راز دوه تنه نور په غزني، یو تن په لغمان، یو تن په جوزجان او یو بل کس په پکتیا کې په عام محضر کې اعدام کړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه