ریچارډ بینټ: طالبان افغانستان له خپلو نړیوالو تعهداتو لیرې کوي

UNAMA/Fardin Waezi

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي ریچارډ بینټ د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون په تړاو د یوناما راپور ته په غبرګون کې ویلي چې دا راپور ښیي چې طالبان پر یو داسې مسیر روان دي چې افغانستان له خپلو نړیوالو تعهداتو لیرې کوي.

ده نن (جمعه، ۲۲ د وري) پر ایکس لیکلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي د دفتر یا یوناما راپور «پر افغانانو په ځانګړې توګه پر ښځو او نجونو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د ځپونکو او تبعیضي قوانینو د ویجاړوونکو اغېزو» په تړاو نور معلومات او تحلیل وړاندې کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) تېره ورځ د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون د پایلو په اړه راپور خپور کړ.

په دې راپور کې ویل شوي چې دا قانون له افغان وګړوسره د داسې افرادو په توګه چلند نه کوي چې مشخص حقونه لري، بلکې تر «سلطې لاندې افرادو» په توګه ورسره چلند کوي.

یوناما ویلي چې د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د وګړو شخصي او خصوصي حریم نقضوي او د خپلسرو نیونو، د تورنو د اموالو د مصادره کېدو او د هیواد د اقتصادي کړکېچ د تشدید کېدو لامل شوی دی.

دې راپور همدا راز ټینګار کړی چې د دې قانون پلي کېدو د افغانستان پر خلګو مستقیمې او غیر مستقیمې اقتصادي او ټولنیزې اغیزې کړې دي.

د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون پر ښځو او نجونو سخت محدودیتونه لګولي دي.

له دې قانون سره سم، د ښځو د ټول بدن پټول لازمي دي او د ښځې غږ «عورت» بلل شوی او له کوره یې دباندې اورېدل ممنوع کړي دي.

د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر وایي، داسې موارد یې مستند کړي دي چې موټر چلوونکو د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون پر اساس روغتونو او کلینیکونو ته د انتقال په شمول بې محرمه ښځو ته د خدماتو له وړاندې کولو ډډه کړې.

په داسې حال کې چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون له پراخو نیوکو سره مخ دی، مګر د دې ډلې مشر یې لا هم پر پلي کېدو ټینګار کوي.

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د پنجشنبې په ورځ (۲۱ د وري) د پکتیا لپاره د دې ډلې له مسوولینو سره په لیدنه کې ویلي چې «امر بالمعروف او نهی عن المنکر د اسلام اصلي هدف دی.»

د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري له خپرې شوې خبرپاڼې سره سم، اخوندزاده د دې ډلې له مسوولینو څخه غوښتي چې د «اسلامي او شرعي» احکامو او په ځانګړې توګه د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د پلي کېدو لپاره هلې-ځلې وکړي.

اخوندزاده ټینګار کړی چې اوس وخت راغلی چې «شریعت په اقتصادي، سیاسي او نظامي چارو کې پلی شي».

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه