د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې هغه لایحه تصویب کړه چې مالي مرستو د طالبانو لاسرسي ختموي

اطلاعات روز: د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې هغه لایحه تصویب کړې، چې له مخې یې طالبان له افغانستان سره د امریکا مالي مرستو ته لاسرسی نه شي موندلی.

دا لایحه د امریکا د استازو جرګې د جمهوري غوښتونکي غړي ټیم بورچېټ له خوا وړاندې شوې وه او پرون (چهارشنبه، ۲۰ د وري) د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې له لوري تصویب شوه.

ټیم بورچېټ د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې ته ویلي، چې متحده ایالاتو د طالبانو د بیرته راتګ وروسته افغانستان ته له پنځو ملیاردو ډالرو څخه ډیرې مرستې استولي او طالبانو له دې پیسو مالیه اخیستې او «غلا» یې کړې.

هغه زیاته کړې، چې له دې سره سره امریکا لاهم افغانستان ته پیسې لیږي، چې دا د «حیرانتیا» وړ ده.

دغه جمهوري غوښتونکي استازي ویلي: «د بهرنیو چارو وزارت باید ډاډ ترلاسه کړي چې په افغانستان کې ترهګرو ته هیڅ مالي یا مادي مرسته نه رسیږي. موږ باید یوازې د نړیوالو مرستو نه، بلکې د افغانستان پر بانکي نظام د طالبانو د نفوذ په اړه هم روښانه درک ولرو.»

ټیم بورچېټ د امریکا د استازو جرګې په مخکینۍ دوره کې ورته لایحه وړاندې کړې وه، ترڅو طالبان د امریکا مالي مرستو ته لاسرسی ونه لري، خو د امریکا په سنا کې د ډیموکراټانو استازو د هغې له تصویب څخه ډډه وکړه.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ویلي، چې اوسنی لایحه د پخواني لایحې پر بنسټ جوړه شوې او د «ترهګرو لپاره د مالیاتي ډالرو د نه استفادې قانون» تر عنوان لاندې جوړه شوې.

دغې کمیټې زیاته کړې، چې دا لایحه به د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت څخه وغواړي چې یوه ځانګړې ستراتیژي جوړه او پلي کړي ترڅو بهرني هیوادونه او غیر دولتي سازمانونه (NGO) د طالبانو سره د مالي او مادي ملاتړ څخه مخنیوی وکړي.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې رییس برایان ماسټ ویلي: «دا د امریکا متحده ایالاتو لپاره یوه مهمه مسئله ده. موږ هلته سفارت نه لرو. موږ له طالبانو سره ډیپلوماټیکې اړیکې نه لرو؛ دوی یو ترهګریز سازمان دی.»

هغه زیاته کړې: «موږ نه غواړو چې د امریکایي مالیه ورکوونکو د پیسو یو ډالر هم چې په هر شکل او بڼه وي طالبانو ته لاړ شي.»

د ټیم بورچېټ له لوري وړاندې شوی لایحه به د دې تصویب وروسته، د متحده ایالاتو د استازو جرګې ته واستول شي او که چیرې د استازو جرګې لخوا تایید شي، د وروستي تایید لپاره به سنا ته لاړ شي.

د امریکا د استازو جرګې جمهوري غوښتونکي غړي د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي څارونکې ادارې د راپور په حواله وايي، چې طالبانو له افغانستان سره د امریکا د مرستو څخه شاوخوا ۱۰ میلیونه ډالر مالیه اخیستې ده.
دوی د بایډن اداره تورنوي چې دا پیسې یې د طالبانو په لاس کې ورکړي دي.

خو، د امریکا د استازو جرګې یو شمېر ډیموکراټ غړي وايي، چې له افغانستان سره د مالي مرستو بندول به د بشري سازمانونو فعالیتونه له خنډ سره مخ کړي او په دغه هیواد کې به بشري بحران لا پسې زیات کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه