د خوړو نړیوال پروګرام: د بودیجې کمښت له امله له ۶۵۰ زرو زیاتې میندې او ماشومان تغذیوي مرستې نه ترلاسه کوي

Photo: WFP

اطلاعات روز: د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې د بودیجې د سخت کمښت له امله په افغانستان کې له ۶۵۰ زرو څخه زیاتې میندې او ماشومان نور ژوند ژغورونکې تغذیوي مرستې نه ترلاسه کوي.

دې سازمان نن (پنجشنبه، ۲۱ د وري) ویلي، چې افغان ښځې او ماشومان د هیواد د بشري ناورین تر ټولو زیات بار زغمي.

په یوه ویډیو کې چې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري خپره شوې، د دې سازمان د تغذیې متخصص وايي، چې ډیری ښځې چې دوی ته راځي وايي چې میړونه یې بې روزګاره دي او نه شي کولی په ورځ کې له یو ځل څخه زیات خواړه وخوري.

هغه زیاتوي چې ځینې کورنۍ حتا خپل ماشومان د سوال کولو لپاره له کوره بهر لېږي.

د خوړو نړیوال پروګرام د تغذیې متخصص وايي، چې د خوړو مرسته د خلکو ژوند ښه کوي او خوارځواکي کموي.

هغه له نړۍ غوښتنه کوي، چې نه یوازې خپلې مرستې له افغانستان سره بندې نه کړي، بلکې دغه مرستې لا زیاتې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې متحده ایالاتو په دې وروستیو کې له افغانستان سره خپلې مالي مرستې د طالبانو د لاسرسي په اړه د اندیښنو له امله ځنډولې دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، سږ کال په افغانستان کې ۲۲.۹ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري، او له دوی څخه ۱۶.۸ میلیونو ته د مرستې لپاره لومړیتوب ورکړل شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د اړو افغانانو سره د مرستې لپاره د ۲.۴۲ ملیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې، خو تر اوسه پورې یې یوازې ۳.۵ سلنه تامین شوې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه