امریکا وايي، کابل کې د خپل سفارت د بیا پرانیستلو هیڅ پلان نه لري

اطلاعات روز: یوې امریکایي رسنۍ د ډونالډ ټرمپ ادارې د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې متحده ایالات هیڅ بنسټ د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت نه پیژني او په کابل کې د خپل سفارت د بیا پرانستلو هیڅ پلان نه لري.

واشنګټن ایګزمینر په یوه خپور کړي مطلب کې لیکلي، چې کابل ته د امریکايي پلاوي سفر بریالی و او دوه امریکايي اتباع د طالبانو له بند څخه خوشې شول، خو د ټرمپ اداره چمتو نه ده چې د طالبانو د ډیپلوماټیکو اړیکو د بیا پیلولو غوښتنه ومني.

طالبانو اعلان کړی و، چې دوی د ښه نیت په توګه یو امریکایی تبعه خوشې کړی او متحده ایالاتو سره تعامل ته چمتو دي.

طالبانو غوښتنه کړې وه چې په واشنګټن کې د افغانستان سفارت دې دوی ته وسپارل شي او په کابل کې دې د امریکا سفارت بیا پرانیستل شي.

خو، واشنګټن ایګزمینر د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له قوله ویلي: «متحده ایالات هیڅ بنسټ د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت نه پیژني او له همدې امله هیڅ پلان نه لري چې خپل سفارت ته د بیا پرانستلو اجازه ورکړي.»

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جیمز هویټ هم څرګنده کړې: «موږ په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت په اړه هیڅ ژمنه نه ده کړې، او نه په کابل کې د امریکا د سفارت د وضعیت په اړه کوم بحث روان دی.»

پر افغانستان د طالبانو د ولکې ټینګولو وروسته دغه ډله د افغانستان د رسمي حکومت په توګه هیڅ هیواد په رسمیت نه ده پیژندلې، خو د سیمې هېوادونو او له سیمې هاخوا ځینو هېوادونو له طالبانو سره اړیکې ټینګې کړې دي.

دوه اونۍ وړاندې، یو امریکایي پلاوي، د افغانستان لپاره د امریکا د پخواني استازي زلمي خلیلزاد سره یوځای، کابل ته سفر وکړ او د طالبانو له بند څخه د یو امریکایی تبعه په خوشې کولو بریالی شول.

امریکا د طالبانو له بند څخه د خپل وګړي خوشې کول یو مثبت ګام وباله، خو ویې ویل چې یو شمېر وګړي یې لاهم د طالبانو په بند کې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ټولو امریکایي اتباعو د خوشې کولو لپاره د هڅو پر دوام ټینګار کړی دی.

د جورج ګلزمن له خوشې کېدو وروسته دې هیواد د طالبانو د کورنیو چارو پر سرپرست وزیر سراج الدین حقاني ایښودل شوې ۱۰ میلیوني ډالریزه جایزه ختمه کړې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه