د ناروې د کډوالو شورا: له افغانستان سره د مرستو کمښت د میلیونونو وګړو ژوند له خطر سره مخ کوي

Photo: OCHA

اطلاعات روز: د ناروې د کډوالو شورا (این ار سي) له افغانستان سره د مرستو د کموالي په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د بودیجې د کمښت له وجې به په افغانستان کې د بشرپالو بنسټونو شتون کم او د میلیونونو وګړو ژوند به له خطر سره مخ شي. 

دې بنسټ نن (سې‌شنبه، ۵ د وري) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې تر ټولو زیات به ښځې او ماشومان متضرر شي. 

په افغانستان کې د ناروې د کډوالو شورا مسوول سوز ون میگن ویلي، په داسې وخت کې چې په دې هیواد کې نارینه، ښځې او ماشومان نړیوال مالي ملاتړ ته سخته اړتیا لري، مرستندوی بنسټونه د مرستندویانو او اهدا کوونکو له لوري د بودیجې له کمښت سره مخ دي. 

میګن ویلي، چې د ناروې د کډوالو شورا (این آر سي) د ډېری بشرپالو بنسټونو په څېر اړه شوې چې خپل دوه دفترونه وتړي او خپل ډېری کارمندان رخصت کړي. 

دې شورا ویلي، له امریکا سره-سره چې مرستې یې کمې کړې دي، د بلجیم، فرانسې، جرمني، سویډن او بریتانیا په څېر نورو دولتونو هم اعلان کړی چې په راتلونکو کلونو کې خپله نړیواله مرستندویه بودیجه کموي. 

سوز وین میګن ویلي: «دا په تېرو ۲۲ کلونو کې یو تر ټولو سخت ننګوونکی حالت دی چې این ار سي ورسره په افغانستان کې مخ ده. مګر له دې سره-سره، غواړم ټینګار وکړم چې این ار سي به په افغانستان کې خپل فعالیت بند نه کړي. موږ لاهم په افغانستان کې پاتېدو ته ژمن یو ترڅو د بې ځایه شویو ښځو، نارینه‌وو او ماشومانو ملاتړ وکړو او ډاډ تر لاسه کړو چې هغه ټولنې یوازې نه پرېښودل کېږي چې له لسیزو جګړو کړېدلي.» 

دې بنسټ ویلي، چې له جنورۍ میاشتې راهیسې اړ شوي چې خپل دوه محلي مرکزونه وتړي او که په راتلونکو میاشتو کې مناسبه بودیجه تر لاسه نه کړي، دوه نور مرکزونه به هم وتړي. 

د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو همغږي کوونکي دفتر (اوچا) ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال پرمهال په افغانستان کې د بنسټیزو مرستو د وېش دوام د کافي بودیجې په تر لاسه کولو پورې تړاو لري او انعطاف پذیرې دي. 

د اوچا له شمېرو سره سم، د روان میلادي کال پرمهال په افغانستان کې ۲۲.۹ میلیونه وګړي بشرپالو مرستو ته اړتیا لري. 

دې دفتر له اړمنو افرادو سره د مرستې لپاره یوازې د ۲.۲۴ میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې. 

دا په داسې حال کې چې له افغانستان سره ستر مرسته کوونکي هیواد امریکا د ډونالډ ټرمپ تر ولسمشر کېدو وروسته خپلې مرستې بندې کړې دي. 

د مرستو تر کمېدو وروسته په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی و چې د بودیجې د کمښت له وجې به په افغانستان کې د دې سازمان ۸۰ سلنه روغتیایي مرکزونه وتړل شي. 

د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، د روان میلادي کال د مارچ تر څلورمې به ۱۶۷ روغتیایي مرکزونه د بودیجې د کمښت له امله فعالیت بند کړي. 

د اوچا په وینا، د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ او ډسمبر تر منځ بشرپالو شریکانو ۲۰.۴ میلیونه وګړو ته حد اقل یو ډول مرسته رسولې. 

د اوچا په وینا، په دې لړ کې شاوخوا ۳.۴ میلیونه وګړو درې ډوله مرسته تر لاسه کړې او همدا راز له ۱۴.۹ میلیونه نورو وګړو ته خوراکي مرسته ویشل شوې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه