جلال اباد ښار کې کارګر: روژه کې د کار نشتون له کبله تش لاس کور ته ستنېږو

اطلاعات روز: د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د «تالاشۍ او مخابراتو» څلور لارې هغه ځایونه دي، چې په کې هره ورځ ګڼ‌شمېر کارګر له سهار تر ماښامه په دې هیله د سړک پر سر ولاړ وي چې ګوندې څوک به یې د کار لپاره بوځي، خو په وینا یې ډېری وخت تش لاسونه کور ته ستنېږي.

څلوېښت کلن یعقوب شاه چې د نهه کسیزې کورنۍ یوازینی سرپرست دی، وایي د اړتیا له مخې یې په روژه کې هم ورځنۍ مزدورۍ ته مخه کړې، څو د خپلې کورنۍ اړتیاوې برابرې کړي.

د هغه په خبره چې د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره هره ورځ زیار ګالي خو په پیدا کولو یې نه بریالی کېږي.

یعقوب شاه زیاته کړه: «له روژې مخکې هم کارونه نه وو او دا چې روژه شوې نو بیخي د کار درک نشته، نهه اولادونه لرم ټولې نجونې دي او همدا زه یې د نفقې ګټلو وسیله یم اوس له زیاتو اقتصادي ستونزو مخ او کوم چا راسره مرسته هم نه ده کړې غوښتنه کوو چې روژه کې باید ناچارو لاسنیوی وشي.»

محمد اکبر یو بل هغه کارګر دی چې هره ورځ د کار موندلو لپاره دې څلورو لارو ته راځي او وايي، بې‌وزلي اړ کړی چې هره ورځ د کار موندلو لپاره له بهسودو ولسوالۍ په باسیکل جلال اباد ښار ته راشي، خو د ده په وینا، په تېرو شلو ورځو کې يې کار نه‌دی کړی.

محمد اکبر وویل: «زه په خپله رنګمال یم بې روزګاري له حده زیاته شوې دا دی روژه په ختمېدو ده، خو په دومره ورځو کې درې ځلې کار ته تللی یم، اقتصادي ستونزې مو زیاتې دي بله چاره نشته هره ورځ زما په ګډون دلته لسګونه کسان راځي خو کم یې خلک کار ته بوځي.»

شکرالله چې د جلال اباد ښار په یوه څنډه کې د سړک پر سر ولاړ دی او لاسي ګاډۍ کې د خلکو بارونه وړي، وايي د تېرو دوه اوونیو راهیسي يې کار نه‌دی کړی او که ځینې ورځې لږ کار پیدا هم کړي، عاید يې د کورنۍ اړتیاوې نه پوره کوي.

د هغه په خبره چې روژې میاشت کې وزګارتیا او بې‌وزلۍ د هغه لپاره تر بل هر وخت ژوند سخت کړی دی.

شکرالله زیاتوي: «دوه اوونۍ کېږي مزدوري مې نه ده کړې او که ورځ نیم مې کار کړی هم وي، خو دومره پېسې یې مې نه دي ګټلي چې د روژې لپاره غوړي، اوړه، بوره، چای او نور د خوراک لومړني توکي واخلم له خیریه بنسټونو، موسېساتو او حکومت غوښتنه کوو چې له مونږ سره مرسته وکړي.»

بلخوا د ننګرهار لپاره د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو رییس مولوي فریدالله حقاني په دغه ولایت کې وزګارتیا تاییدوي، خو وايي، دوی هڅې پیل کړي چې د بې روزګارۍ د مخنیوي لپاره لازم اقدام ترسره کړي.

نوموړی دغه راز وایي، چې د مرستندویه موسېساتو او خیریه بنسټونو له لوري په روژې میاشت کې پر زرګونه بېوزله کورنیو بشري مرستې هم ویشلي دي.

حقاني زیاته کړه: «د بې روزګارۍ ستونزه هیواد شموله ستونزه ده، خو مونږ په ننګرهار کې هڅې پيل کړي څو بې روزګاره ځوانانو ته دکار زمینې برابرې کړو؛ اوس وخت کې مو زیاتره ځوانانو ته د حرفوي زده کړو زمینه برابره کړې او له همدې لارې ورته د کار زمینه برابره شوې.»

داپه داسې حال کې ده چې تازه ملګروملتونو په افغانستان کې د بې‌وزلۍ او لوږې کچې پراخېدو له امله اندېښنه ښودلې او ویلي یي دي، چې افغانستان له سوډان وروسته په نړۍ کې دویم هېواد دی چې ۲۳ میلیونه اوسېدونکي یې، بشري مرستو ته اړتیا لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه