رواداري: د ۲۰۲۴ کال پرمهال افغانستان کې تر ۵۴۰ زیات کسان وژل شوي

photo: AP via FMT

اطلاعات روز: د بشري حقونو بنسټ «رواداري» وایي، چې د ۲۰۲۴ کال پرمهال په افغانستان کې ۵۴۴ کسان وژل شوي او ۲۳۴ نور ژوبل شوي دي.

دې بنسټ نن (چهارشنبه، ۲۹ د کب) په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په تړاو د خپل کلني راپور په خپرولو سره ویلي، چې دا کسان په هدفي چاودنو او ځانمرګو بریدونو، له جګړې پاتې چاودېدونکو توکو په چاودنو او یا هم په هدفي او غیر قضایي توګه وژل شوي او ژوبل شوي دي.

د رواداري له راپور سره سم، په وژل شویو کې۴۰۳ نارینه، ۴۰ ښځې او ۱۰۱ ماشومان دي.

دې بنسټ ویلي، چې په ژوبلو کې ۱۱۸ نارینه، اووه ښځې، ۶۰ ماشومان او ۳۹ نامعلوم هویت لرونکي شامل دي.

رواداري ویلي، چې په قربانیانو کې د پخواني حکومت کارمندان او د هغوی د کورنۍ غړي، ښځې، ماشومان، قومي مشران او د طالبانو مخالفین او منتقدین شامل دي.

د رواداري له راپور سره سم، د ۲۰۲۴ کال پرمهال د هدفي ځانمرګو بریدونو او چاودنو له امله د ملکي تلفاتو شمېر د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۲۷.۸ سلنه کم شوی دی، خو له جګړې د پاتې ماینونو او چاودېدونکو توکو له کبله مرګ ژوبله ۵۱.۴۰ سلنه، مرموزې، هدفي او غیر قانوني وژنې۱.۶۳ سلنه، د پخواني حکومت د کارمندانو هدفي وژنې ۹.۶۳ سلنه، د طالبانو له مخالفینو سره د همکارۍ په تور د ملکي وګړو وژنه دوه چنده او جبري ورکیدنې ۷۰ سلنه زیاتې شوې دي.

همداراز رواداري په خپل راپور کې ویلي، چې طالبانو د ۲۰۲۴ میلادي کال پرمهال ۸۸۵ تنه په خپلسرې توګه نیولي او دا شمیر د تېر کال په پرتله ۴۲ سلنه زیاتوالی ښیي.

دې بنسټ ویلي، چې د پخواني حکومت کارمندان، د طالبانو په مخالفو نظامي او سیاسي ډلو کې د غړیتوب په تور افراد، مدني فعالان او خبریالان هغه کسان دي چې د ۲۰۲۴ کال پرمهال د طالبانوله لوري په خپلسرې او غیر قانوني توګه نیول شوي او زنداني شوي دي.

د رواداري په راپور کې همدا راز ویل شوي چې د ۲۰۲۴ کال پرمهال د پخواني حکومت د کارمندانو خپلسرې نیونه د نیونې په ۱۴۲ مواردو سره د تېر کال په پرتله ۲۰.۳ سلنه او د طالبانو له مخالفو ډلو سره دهمکارۍ په تور د افرادو نیونه په ۲۸۲ مواردو سره دوه چنده زیاته شوې.

رواداري ویلي، موندنې یې ښیي چې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر د قانون تر خپرېدو وروسته د افرادو خپلسرې او غیرقانوني نیونه په پراخه توګه زیاته شوې؛ ځکه چې طالبان د نیولو او زنداني کولو په ګډون په زور او تاوتریخجنه توګه دا قانون تطبیقوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه