له هوکړې سربېره لاهم د تورخم دروازه نه ده پرانېستل شوې

اطلاعات روز: په ننګرهار کې یو شمېر سوداګر او ځایي سرچینې وایي، چې د تورخم دروازه د تېرې ورځې د دواړو خواوو د سوداګرو او قومي مشرانو ترمنځ له هوکړې سره سره لاهم نه ده پرانېستل شوې.

د حاجي غلام محمد په نوم یو سوداګر وایي، د شوې هوکړې له مخې ټاکل شوې وه، چې نن (سې شنبه، ۲۸ د کب) د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پرمخ پرانېستل شي، خو لاهم تړلې ده.

د هغه په خبره دوی تمه درلوده چې یاده لاره به پرانېستل شي، خو په تورخم کې د طالب او پاکستاني لوري ترمنځ وضعیت ته په کتو ممکن د یادې دروازې خلاصېدل وخت ونیسي.

حاجي غلام محمد زیاتوي: «مونږ د تېر ورځې هوکړې ته ډیر په تمه و، چې تورخم به خلاص شي زیات خلک هم تورخم ته راغلي، چې غواړي پاکستان ته لاړ او دغه راز له پاکستانه هیواد ته راشي، خو لاره تراوسه بنده ده او هیڅ معلومات نه کېږي چې دا لاره ولې له جرګې سره سره بیا هم بنده ده.»

په تورخم کې یو طالب چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، که څه هم د دواړو خواوو سوداګرو او قومي مشرانو د لارې د پرانېستل کېدو هوکړه کړې، خو په وینا یې په لوړه کچه طالب او پاکستاني چارواکي سره هوکړې ته نه دي رسېدلي.

سرچینې وویل: «پاکستان د تورخم لارې د پرانېستل کېدو لپاره خپل شرطونه پر طالبانو مني، مثلا د امنیتي پوستو او تاسیساتو له جوړولو منع، دغه راز د یو بل د بیا ځلې برید نه کول او ځینې نور موارد په کې شامل دي؛ چې په دې او ځینو نورو شرطونو لاهم جنجال موجود دی.»

په ورته مهال د ننګرهار امنیې قومندانۍ د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي، چې د یادې دروازې د پرانېستل کېدو په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې، تر هغې چې لاره نه وي خلاصه شوي خلک دې تورخم ته له ورتګ ډډه وکړي.

تېره ورځ په تورخم کې له ډېرو هڅو وروسته افغان او پاکستاني سوداګرو هوکړه وکړه، چې تورخم به د هر ډول تګ راتګ پرمخ پرانېستل شي خو لاهم تړلې ده.

د تورخم دروازه له نږدې یوې میاشتې راهېسې د طالبانو له لوري د امنیتي پوستو جوړولو پر سر د دواړو خواوو ترمنځ د ناندرېو له امله تړل شوې ده.

د یادې لارې تړل کېدو له امله افغان او پاکستاني سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیان اوښتی او دغه راز دواړو خواوو ته په سلګونه ناروغان، ښځې او ماشومان بند پاتې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه