پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ د ځنډولو په تړاو د طالبانو غوښتنه رد کړه

epa file photo

اطلاعات روز: د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې راپور ورکړی چې دغه هېواد د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ د ځنډولو په تړاو د طالبانو غوښتنه رد کړې.

د دې رسنۍ په وینا، کابل ته په ډاګه ویل شوي چې اسلام اباد د اپریل له لومړۍ نیټې څخه د ټولو افغان تابعیت کارت لرونکو (اې سي سي) د شړلو په برخه کې خپل پلان ته ژمن دی.

پاکستان د مارچ په ۷مه اعلان وکړ چې د اې سي سي کارت لرونکي کسان د مارچ تر ۳۱مې پورې وخت لري چې له دې هیواده ووځي او که نه وبه شړل شي.  شاوخوا ۸۰۰زره افغانان په پاکستان کې دا ډول اسناد لري.

ایکسپریس ټریبیون لیکلي، چې د دې ضرب الاجل له صادرولو وروسته، د طالبانو حکومت د ډیپلوماټیکو لارو له لارې پاکستان ته مراجعه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې افغان اتباع دې ونه ایستل شي او دوی ته نور وخت ورکړل شي.

سرچینو د یکشنبې په ورځ ایکسپریس ټریبیون ته ویلي، چې د پاکستان پریکړه وروستۍ ده او هیڅ ډول نرمي به ونه ښودل شي.

سرچینو ویلي، چې اړوندو چارواکو او ایالتونو ته لارښوونه شوې چې د افغان کډوالو د ایستلو لپاره چمتوالی ونیسي.

له پاکستان څخه د کډوالو ایستل د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې پیل شول.  پاکستان تر اوسه پورې له ۸۰۰زره څخه ډیر کډوال راشړلي دي.

خو، پاکستان هغه کسان له پامه غورځولي وو چې د UNHCR سره راجستر یا د ACC کارت لرونکي وو.

د پاکستاني رسنیو په وینا، شاوخوا درې میلیونه افغانان لاهم په پاکستان کې ژوند کوي.

د راپورونو له مخې، په پاکستان کې ۱.۴۵ میلیونه افغان کډوال «پي اوآر» کارتونه لري، چې د ۲۰۲۵ کال د جون تر ۳۰مې پورې به اعتبار ولري.

«پی‌‌اوآر» کارتونه د راجستر شویو افغان کډوالو لپاره د هویت یو مهم سند دی.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت مخکې اعلان کړی و چې د پاکستان حکومت پریکړه کړې چې د «پي اوآر» په کډون  ټول افغان کډوال لومړی له اسلام اباد او راولپنډۍ ښارونو او په نږدې راتلونکي کې له ټول پاکستان څخه وباسي.

په عین حال کې، د طالبانو د حکومت د کډوالو ستونزو ته د رسیدو عالي کمیسیون له ګاونډیو هیوادونو غوښتي چې د افغان کډوالو د سمدستي او جبري ایستلو څخه ډډه وکړي.

دغه کمیسیون ویلي، چې نړيوال بنسټونه بايد له کوربه هیوادونو سره د لېږد په سالمې پروسې کار وکړي او همدارنګه یې له یادو بنسټونو غوښتي چې له افغان کډوالو سره خپلو لازمو همکاريو ته دوام ورکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه