د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نهه غړو د طالبانو د محاکمه کېدو ملاتړ وکړ

Photo: @Denmark_UN

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نهه غړو په یوه ګډه اعلامیه کې د نړیوالې جنایي محکمې د څارنوال له لوري د طالبانو د مشر او قاضی القضات د نیول کېدو غوښتنې ته په اشارې ویلي، چې د ښځو او نجونو د حقونو د پراخ نقض او بنسټیز کېدو په دلیل د دې اقداماتو ملاتړ کوي، ترڅو دا ډله وپوښتل شي او [د خپلو اعمالو] ځواب ووایي. 

دا اعلامیه تېره شپه (دوشنبه، ۲۰ د کب) د ډنمارک، فرانسې، یونان، ګویان، پاناما، جنوبي کوریا، سیرالیون، اسلووني او بریتانیا له لوري خپره شوې ده. 

دې هیوادونو یوځل بیا د طالبانو «دوامدار او سیسټماټیک جنسیتي» تبعیض او د جنسیت پر اساس د دې ډلې د تاوتریخوالي زیاتوالی غندلی دی. 

د امنیت شورا غړو د ښځو، سولې او امنیت په اړه د ۱۳۲۵ پرېکړه‌لیک په ګډون د دې شورا پرېکړه‌لیکونو ته په اشارې ویلي، چې غړي هیوادونه ژمن دي چې د بشري حقونو په توګه د ښځو له ټولو حقونو او د سولې او امنیت د ساتنې لپاره په ټولو هڅو کې د ښځو د ګډون ملاتړ وکړي، مګر اوس مهال په افغانستان کې افغان ښځې او نجونې له عمومي ژوند څخه حذف شوي او د هغوی غږ چوپ کړل شوی دی. 

د امنیت شورا غړو ویلي، چې طالبانو تر ۸۰ زیات فرمانونه او لارښودونه صادر کړي چې په ځانګړې توګه یې د ښځو او نجونو ازادۍ، حقونه او ورځنی ژوند په نښه کړي دي. 

دې هیوادونو د ښځو او نجونو پر خلاف د طالبانو د «نه منلو وړ او نه توجیه کېدونکو» اقداماتو موخه د تبعیض د سیسټم بنسټیز کول او د جنسیت پر بنسټ ځورونه ګڼلې. 

د دې هیوادونو د استازو په اعلامیه کې ویل شوي: «موږ دا سیاستونه په کلکه غندو او له طالبانو غواړو چې په بېړه د بشري حقونو سیسټماټیک نقض په ځانګړې توګه هغه سیاستونه او تبعیضي کړنې چې د ښځو او نجونو بشري حقونه او بنسټیزې ازادۍ نقض کوي، ودروي او لغوه یې کړي.» 

د امنیت شورا غړو ټینګار کړی چې طالبان باید د ښځو پر خلاف د هر ډول تبعیض د مخنیوي کنوانسیون (CEDAW) په ګډون د افغانستان نړیوالو تعهداتو ته درناوی وکړي. 

د امنیت شورا د غړو په اعلامیه کې ویل شوي: «موږ د هغو اقداماتو هرکلی کوو چې طالبان د ښځو او نجونو د بشري حقونو د پراخ او بنسټیز شوي نقض له امله پوښتي. موږ د نورو نوښتونو ترڅنګ د نړیوالې جنایي محکمې د څارنوال له لوري د طالبانو د دوو لوړپوړو مشرانو د نیولو غوښتنه او د جنسیتي ځورونې او شکنجې په ګډون د جنسیت پر اساس د جنایاتو په تړاو د پوښتنې-ګرویږنې کولو لپاره تعهد تکراروو.» 

د نړیوالې جنایي محکمې لوړپوړي څارنوال کریم خان د سلواغې میاشتې پر پنځمه اعلان وکړ چې د جنسیتي ځورونې پر اساس د بشري جنایت له امله یې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده او د دې ډلې د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني د نیولو غوښتنه ثبت کړې ده. 

طالبانو د نړیوالې جنایي محکمې د څارنوال له لوري د دې ډلې د مشر او سترې محکمې د رییس د نیولو غوښتنې ته په ځواب کې رسما اعلان وکړ چې ځان د روم د اساسنامې او نړیوالې جنایي محکمې پر وړاندې «مکلف» نه بولي. 

د ښځو ګډون اړین دی

د امنیت شورا غړو د خپلې اعلامیې په دوام ویلي، چې دې شورا د ۲۵۹۳ (۲۰۲۱) او ۲۶۸۱ (۲۰۲۳) پرېکړه‌لیکونو له لارې څرګنده کړې چې د ژوند په ټولو برخو کې د افغانستان د ټولو ښځو او نجونو بشپړ، برابر، معنادار او خوندي ګډون په افغانستان کې د سولې، ثبات او رفاه لپاره ضروري دی. 

دوی د افغانستان په راتلونکي او اوږدمهالي پرمختګ، د سولې او امنیت د خوندي کولو لپاره په ټولو هلو-ځلو او همدا راز د دوحې د بهیر په ګډون په ټولو ډیپلوماټیکو هڅو کې د ښځو د بشپړ ګډون غوښتنه کړې ده. 

د امنیت شورا غړو ټینګار کړی چې د ملګرو ملتونو ټول غړي هیوادونه او د یوناما په ګډون د دې سازمان ټولې ادارې باید په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د ملاتړ لپاره د یوې منسجمې تګلارې د ترویج هڅې وکړي.  

دوی د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي د دفتر یا یوناما د ماموریت د بشپړ تمدید لپاره خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه