د تورخم دروازې د تړل کیدو دوام؛ افغان سوداګر د دوامدار حل لپاره د ګډ میکانیزم پر جوړېدو ټینګار کوي

اطلاعات روز: د پنځلس ورځو په تېرېدو د تورخم دروازه لاهم د هر ډول تګ‌-‌راتګ پرمخ تړلې ده، چې له کبله یې د دروازې دواړو خواوو سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اوښتي او دغه راز سلګونه مسافر او ناروغان بند پاتې دي.

افغان سوداګر سید حمدالله د تورخم دروازې د تړل کېدو له دوام سره هم‌مهاله وايي، چې د دې ستونزې د حل لپاره دې د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډ میکانیزم جوړ شي.

د هغه په خبره له څه د پاسته دوه اوونیو په تېرېدو د تورخم دروازې د بیا پرانېستل کېدو هیڅ څرک نه لیدل کېږي او د هرې ورځې په تېریدو سوداګرو ته مالي زیانونه اوړي.

حمدالله زیاته کړه: «پنځلس ورځې پوره شوې خو تراوسه د تورخم لاره نه ده خلاصه شوې او د لارې تړل کېدو تر هرچا زیات مالي زیان سوداګرو ته رسولی، ځکه دواړو خواوو ته موټر له توکو بار ولاړې دي کرایه پرې راځي غوښتنه کوو چې لاره خلاصه کړي او د دواړو هیوادونو د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره یو ګډ میکانیزم جوړ شي.»

غلام قادر چې د تازه مېوې سوداګر کوي، وایي، د هغه د شپږو لاریو په ګډون زرګونه لارۍ د تورخم دواړو خواوو ته له تېرو دوو اوونیو راهیسې ولاړې دي.

د هغه په خبره د تورخم دروازې تړل کېدو له کبله په موټرو کې پاتې تازه مېوې، سبزیجات او خوراکي توکي له منځه تللي دي.

نوموړی هم د شته ستونزو د حل لپاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د یوه ګډ میکانیزم د جوړېدو غوښتنه کوي.

غلام قادر زیاتوي: «همدا اوس زرګونه له توکو بار لارۍ د تورخم دواړو خواوو ته ولاړې دي، په دې کې داسې توکي، تازه مېوې او سبزیجات هم شته چې له منځه تللي او خوسا شوي دي؛ خو زیان یې ټول سوداګر ته دی سیاست او سوداګري باید سره جدا شي او نورې دې سوداګر له دې کړاو خلاص شي.»

بلخوا د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي، مخلص احمد وایي، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکو له پاکستاني لورو سره د تورخم دروازې د بندېدو او سوداګرو ته د اوښتونکو زیانونونو په اړه خبرې کړي او د تورخم دروازې په سملاسي ډول د پرانېستلو غوښتنه یې کړې ده.

هغه زیاتوي چې دغه غونډه په انلاین بڼه ترسره شوې چې په کې د دواړو لورو سوداګرو هم حضور درلود.

مخلص زیاتوي: «د دواړو هیوادونو سوداګرو او د پانګونې خونې مسوولانو په دې انلاین غونډه کې ګډون کړی وو او د ټولو غوښتنه دا وه، چې تورخم لاره باید ژر تر ژره خلاص شي وبه ګورو چې زمونږ غوښتنې تر کومې کچې منل کېږي.»

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو شنونکي وایي، چې د طالبانو حکومت ته په کار ده چې پر تورخم لاره تکیه راکمه کړي او د دې پر ځای دې د منځنۍ اسیا له هیوادونو سره پر بدیلو لارو غور وکړي.

د اقتصادي چارو کارپوه خالد ارزښت وویل: «د افغانستان د سوداګرو ډیره تکیه پر تورخم لاره او یا له پاکستان سره پر نورو ټرانزیټي لارو ده، په کار دا ده چې تجارت پراخه شي او د پاکستان پر ځای دې د منځنۍ اسیا سره سوداګري زیات شي ځکه جنس یې هم باکیفیته دی او ارزانه هم دي.»

د یادونې وړ ده چې پاکستان دوه اوونۍ وړاندې د تورخم دروازه هغه مهال د هر ډول تګ‌ـراتګ پرمخ وتړله چې طالب پوله ساتو د ډیورنډ فرضي کرښې دې غاړې ته د تاسیساتو پر جوړولو بوخت وو.

د همدې دوو اونیو پرمهال طالب او پاکستاني پوځيانو درې ورځې پرله پسې نښتې هم کړي، چې دواړو خواوو یو بل ته د تلفاتو د اړولو ادعا هم کړې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه