د ښځو نړیواله ورځ؛  ملګرو ملتونو یوځل بیا له طالبانو وغوښتل چې پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه لېرې کړي

UNDP Afghanistan

اطلاعات روز: افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت له طالبانو غوښتي چې هغه محدودیتونه لېرې کړي چې ښځې او نجونې یې له خپلو اساسي حقونو محرومې کړې دي.

د یوناما په اعلامیه کې راغلي چې افغان ښځې او نجونې په سیسټماټیک ډول د زده کړو، کار او ټولنیز ژوند په برخو کې له خپلو حقونو محرومې شوې دي.

یوناما په ګوته کړې چې دا محدودیتونه نه یوازې د بشري حقونو سرغړونه ده، بلکې د افغانستان د پرمختګ مخه هم نیسي او د بې وزلۍ د پراختیا او د ملیونونو خلکو د انزوا لامل کېږي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې، رزا اوتنبایوا ویلي، چې دا سازمان د افغانستان د ښځو او نجونو سره په بشپړ پیوستون ولاړه ده او له عامه ژوند څخه د ښځو د دوامداره محرومیت په غندلو کې یو موټی پاتې کېږي.

هغې ویلي: «موږ به د افغان ښځو او نجونو د زغم او مشرۍ په برخه کې د پانګونې لپاره تر خپلې وسې کار وکړو، کوم چې د یو سوکاله او ټول ګډونه افغانستان لپاره کلیدي دي.»

د یوناما مشرې اشاره کړې چې د زده کړو او کار په برخو کې د ښځو د حقونو بیارغونه به د دوی ژوند او د استوګنې ځایونه او همدارنګه د افغانستان راتلونکی بدل کړي، چې هرڅوک به ترې ګټه پورته کړي.

د هغې په وینا، د غیر معمولي ننګونو سره سره، افغان ښځې د خپلو ټولنو مشري، جوړونه او ملاتړ ته دوام ورکوي، او دا اړینه ده چې دا ښځې د اوسنیو او راڅرګندیدونکو ننګونو د حل لپاره د هڅو په سر کې شاملې شي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر له غړو هېوادونو غوښتي چې د افغان ښځو د غږ پورته کولو، د هغوی د مشرۍ د ملاتړ او د هغوی په انعطاف او راتلونکي کې د پانګونې له لارې د پیوستون غوښتنه په عمل بدله کړي.

یوناما ویلي، چې افغان میرمنو خپلې غوښتنې په څرګنده توګه نړیوالې ټولنې ته وړاندې کړي او په دې غوښتنو کې د دوی د حقونو او ازادیو د بیرته ترلاسه کولو غوښتنه شامله ده.

دغه راز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې مشرې الیسون ډیویډیان څرګنده کړې: «له عامه ژوند څخه د ښځو د محوه کولو پر وړاندې زموږ غبرګون په ټوله نړۍ کې د ښځو او نجونو پر وړاندې زموږ د ژمنې ازموینه ده. موږ باید د افغان ښځو سره ودریږو ځکه چې زموږ راتلونکی ورسره تړلی دی.»

طالبانو د واک بیا ترلاسه کولو راهیسې هیواد کې پر ښځو او نجونو سخت بندیزونه لګولي دي.  اوس مهال افغان ښځې او نجونې له زده کړو، کار او آزاد تګ راتګ څخه محرومې دي.

د طالبانو په درې نیم کلن حکومت کې که څه هم د افغان ښځو د حقونو د ورکړې په برخه کې نړیوال غږونه شوي، خو طالبانو دا هرڅه بابیزه ګڼلي او خپلو محدودیتونو ته یې لا زور ورکړی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه