جاپان په افغانستان کې د لوږې او خوارځواکۍ د مخنیوي په موخه اووه میلیون ډالره مرسته کړې

OCHA Afghanistan

اطلاعات روز: د خوړو نړیوال پروګرام وایي چې جاپان په افغانستان کې د خوارځواکۍ او د مخنیوي او د تغذیوي برنامو د پیاوړتیا په موخه اووه میلیون ډالره مرسته کړې ده.

دې بنسټ نن (دوشنبه، ۱۳ د کب) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دې مرستې په تړاو خبر ورکړی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام وایي چې په دې پیسو سره کولای شي ۳۰ کورنیو ته چې تر ۲۰۰ زره زیات کسان کېږي د درو میاشتو لپاره بیړني خواړه ورکړي.

دې بنسټ ویلي چې له دې سره-سره به په دې مرسته سره ۶۰ زره حاملو او شیدو ورکوونکو میندو او ماشومانو ته ځانګړي مغذي خواړه چمتو کړي او ۳۰ زره زده کوونکو ته به په ورځني ډول خواړه هم توزیع کړي.

په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکوشي کورومیا په هیواد کې بشري کړکېچ ته په اشارې سره ویلي چې جاپان د دې کړکېچ پر مهال د افغانستان د خلګو ملاتړ ته ژمن دی.

په افغانستان کې د خوړو د نړیوالې برنامې مسوول موتینتا چیموکا ویلي چې دې ته په پام سره چې په افغانستان کې په ځانګړې توګه د ښځو لپاره اقتصادي فرصتونه کم دي، ډېری کورنۍ یو سخت ژمی تېروي.

ده ویلي چې دا بنسټ په افغانستان کې د متضررو وګړو په ځانګړې توګه د ښځو تر سرپرستۍ لاندې کورنیو ملاتړ ته ژمن دی او د جاپان او نورو مرستندویانو مرسته د دې لامل کېږي چې د ننګونو په وړاندې یوه پایدار لاره پیدا شي.

جاپان یو څه وخت وړاندې هم افغان کډوالو بې ځایه شویو ته د رسیدګۍ لپاره شپږ میلیون ډالره مرسته کړې وه.

د خوړو د نړیوال پروګرام د شمېرو له مخې، جاپان له ۲۰۲۱ کال راهیسې په افغانستان کې له دې بنسټ سره ۹۳ میلیون ډالره مرسته کړې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه