تورخم کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ جګړه شوې

Photo: Social media

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو یوې باوري سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې په تورخم کې تېره شپه د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته شوې چې پرمهال یې درې پاکستاني پوځیان ټپيان شوي دي.

سرچینه ادعا کوي، چې جګړه تېره شپه (یکشنبه، ۱۲ د کب) ۱۲:۳۰ بجې د پاکستاني پوځیانو له لوري په ناڅاپي ډول پيل شوې او تر سهاره یې دوام کړی دی.

د سرچینې د ادعا له مخې، جګړه کې طالب لوري پاکستاني پوځیانو ته سخت ځواب ویلی او ان پاکستاني پوځیان یې په تورخم کې له خپلو پوستو په شاه کړي دي.

سرچینې زیاتوي، چې د پاکستان په بریدونو کې طالب لوري ته کوم زیان نه دی اوښتی.

بلخوا په سیمه کې ځينو سرچینو وویل، چې تورخم ته له جلال اباد څخه تازه دمي طالب سرتیري او نور جنګي مهمات ورسېدلي او په سیمه کې امنیتي وضعیت ترینګلی او د بیا ځلي جګړې احتمال هم شته دی.

د سرچینې په خبره تورخم کې هغه ناروغان چې له تېرو څو ورځو راهیسې پاکستان ته د تګ په تمه یې تورخم کې شپې او ورځې سبا کولې، د جګړې له وېرې له سیمې جلال اباد ښار او نږدې ولسوالیو ته تللي دي.

پاکستاني چارواکو تراوسه په تورخم کې د یادې جګړې او ورته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

دا نښته داسې مهال رامنځته کېږي، چې د تورخم دروازه د تېرو لسو ورځو راهیسې پاکستاني لوري تړلې ده.

په تورخم کې د طالبانو کمیسار پرون اعلان وکړ چې د تورخم د بیا پرانیستلو په اړه یې له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړي او پایلې به یې په راتلونکې غونډه کې اعلان شي.

د تورخم د تړلو سره سم، سوداګر له زیان سره مخ دي، او ویل کیږي چې په سلګونو مسافر د کرښې دواړو غاړو ته بند پاتې دي.

سرچینې وايي، چې پاکستان د طالبانو له لوري د سرحدي تاسیساتو د جوړولو په ځواب کې تورخم تړلی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم دا خبره تایید کړې او ویلي یې دي چې طالبان د پاکستان په لوري کې پوستې جوړوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه