ریچارډ بینټ: طالبان په تدریج سره د افغانستان د خلګو پر ژوند خپل کنټرول پراخوي

UNAMA/Fardin Waezi

اطلاعات روز: د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي ریچارډ بینټ د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون په تړاو په خپل راپور کې ویلي چې دا ډله په تدریجي او سیسټماټیکه توګه د افغانستان د خلګو پر ژوند خپل کنټرول پراخوي او وړاندوینه داده چې وضعیت به تر دې هم بدتر کېږي.

ښاغلي بینټ نن (پنجشنبه، ۹ د کب) د افغانستان د وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته دوه راپورونه وړاندې کړل.

ده په خپل راپور کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون په اړه ویلي چې دا قانون د طالبانو ډېری فرمانونه او تحمیلي-تبعیضي سیاستونه تدوین کوي او د افغانستان پر ټولنې د دې ډلې منګولې ټینګوي.

بینټ ویلي چې که څه هم ښځې او نجونې د طالبانو د ظلم بوج زغمي، خو له امر بالمعروف قانون څخه هیڅوک هم خوندي نه دي.

ده ویلي چې نارینه، هلکان او بېلابېل جنسیتي افراد، قومي او مذهبي لږکي، څنډې ته شوې ټولنې او خپلواکې رسنۍ او ټول له یوه ځپونکي رژیم سره مخ دي چې د ژوند په ټولو اړخونو کې لاسوهنه کوي.

بینټ زیاته کړې چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د طالبانو د سختې ځپنې روښانه مسیر او همدا راز له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ کلونو پورې د دې ډلې د سختدریځي حکومت له دورې مشابهتونه په ډاګه کوي.

ده ویلي چې افغانستان اوس د تبعیض، ظلم او د جنسیت پر اساس د ولکې د بنسټیز شوي نظام مرکز دی چې د جنسیتي ځورونې په شمول د بشریت پر خلاف په جنایت بدلېږي.

بینټ خبرداری ورکړی چې که د روان وضعیت دوام ته اجازه ورکړل شي، د افغانستان د خلګو پر حقونو او ازادیو به د طالبانو د زیاتېدونکو بریدونو پایلې ډېري ژورې او اوږدمهالې وي. ده زیاته کړې چې ټولنه له ویرې، تفرقې او شړل کېدو سره مخ ده، چیرته چې به له ښځو نفرت او نابربراي عادي وي.

ده ویلي: «د مسیر د معکوس کولو په موخه له معنادار اقدام پرته به ځپنه او انزوا نور هم ژور شي او دا د یوه پراخ بنسټي، باثباته او مخ پر وده افغانستان د جوړېدو مخنیوی کوي.»

بینټ همدا راز په نننۍ غونډه کې وویل چې که طالبان ونه پوښتل شي او [د خپلو اعمالو] ځواب ونه وایي، نو دا ډله به د بشري حقونو نقض نور هم زیات کړي.

ده ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان د مدني ټولنې ملاتړ وکړي او طالبان دې وپوښتي او بشري حقونو ته له پاملرنې پرته باید له طالبانو سره په هیڅ ډول هم اړیکې عادي نه کړل شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه