په هلمند، کندهار او فراه کې سختو بارانونو او سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي

اطلاعات روز: په هلمند، کندهار او فراه کې ځایي سرچینې او طالب مسوولین وایي، چې د دې ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د سختو بارانونو او سیلابونه له کبله په تازه پیښو کې نهه کسان مړه او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس حافظ عبدالباري راشد وایي، چې د تېرې ورځې (سې شنبه، ۷ د کب) بارانونو او سیلابونو د دغه ولایت په سنګین، موسی کلا او ګرشک ولسوالیو کې خلکو ته ځاني زیانونه اړولي دي.

نوموړی زیاتوي، چې د سنګین ولسوالۍ په شهزاده سیمه کې د سیلاب له امله د یو کور چت نړېدلی، چې له کبله یې دوه ماشومان مړه شوي او همداراز د موسی کلا ولسوالۍ په ځینو برخو کې درې کسان سیلابونو مړه کړي دي.

د ده په وینا، چې د ګرشک ولسوالۍ په یو کور د تندر لوېدو پېښه کې د یوې کورنۍ شپږ تنه ټپیان شوي دي.

راشد د قربانیانو د هویت او په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

ورته مهال کندهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د سېلاب له امله یو «ویګو» موټر اوبو وړی، چې له امله یې دوه کسان لادرکه شوي وو او نن سهار یې مړي موندل شوي دي.

کندهار کې د طالبانو ځایي مسوولینو په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو دغلته د دې ډلې د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وايي، چې د وروستیو سختو بارانونو او سېلابونو له کبله په دې ولایت کې ځاني او ګڼ مالي زیانونه اوښتي دي.

دغه راز په فراه کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله دوه تنه مړه شوي، شپږ ټپیان دي او پراخ مالي زیانونه یې اړولي دي.

فراه کې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي وایي، چې سختو بارانونو، توپان، ږلۍ او سېلابونو د دې ولایت په بالابلوک او فراهرود ولسوالیو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

په دې ولایت کې د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس اسراییل سیار، رسنیو ته ویلي، چې پرون (سې شنبه، ۷ د کب) د سختو بارانونو او سېلابونو له کبله په فراهرود ولسوالۍ کې دوه تنه مړه شوي او شپږ نور ټپیان دي.

نوموړی زیاتوي، چې په دې سېلابونو کې ۶۰ کورونه، ۵۰ دوکانونه، تر زرو ډېر سولر تختې او له ۱۰۰۰ جریبه زیاته کرنیزه ځمکه له منځه تللي دي.

د ده په خبره، چې په بالابلوک ولسوالۍ کې هم ۱۰ استوګنیز کورونه، له ۱۵۰۰ ډېر سولر تختې او تر ۱۰۰۰ جریبه زیاته کرنیزه ځمکه له منځه تللي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د فراه په پشت کوه ولسوالۍ د سیلاب له امله د دوو کورنیو ۲۰ تنه مړه شوي چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.

طالب چاواکي وایي، چې وروستیو ورښتونو د سویلي ولایتونو کې د د استوګنې ګڼ شمیر کورونه زیانمن کړي او خلک له ستونزو سره مخ شوي دي.

دوی له خلکو غوښتنه کوي، چې سېلاب‌ ځپلو سیمو ته له تګ ډډه وکړي او د احتمالي خطرونو پر وړاندې لازم احتیاطي تدابیر ونیسي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه