په فراه کې مرګونی سیلاب؛ د قربانیانو له ډلې ۱۴ یې ماشومان دي

اطلاعات روز: فراه کې سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولایت پشت کوه ولسوالۍ کې د تېرې ورځې (سې شنبه، ۷ د کب) سیلاب له امله د قربانیانو په ډله کې یوازې ۱۴ یې د ۱۸ کلونو څخه کم عمره ماشومان دي.

د سرچینو په وینا، په دې پېښه کې ۲۰ کسان مړه شوي او څلور نور ټپیان دي. د طالبانو ځايي چارواکو پرون د مړو شمېر ۲۱ او د ټپیانو شمېر پنځه تنه اعلان کړی وو.

سرچینې وايي، چې ټول قربانیان د دوو کورنیو غړي دي.

هغه کسان چې د سې شنبې په سهار د پشت کوه ولسوالۍ د کوجر او مقبولک کلیو څخه د تفریح ​​په موخه غره ته تللي وو، د سخت باران له پیل وروسته یې د غره یوه کوتي ته پناه وړې وه، چې ناخبره پرې  سیلاب راغلی دی.

په دې پېښه کې د کوجر کلي د میراغا په نوم د یوه ۵۵ سړي د کورنۍ ۱۸ کسان مړه شوي او پخپله نوموړی ټپي شوی دی.

په همدې ډول د سید احمد د کورنۍ دوه کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.

د اطلاعات روز ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، د ټولو ۲۰ کسانو څخه یوازې ۱۴ یې ماشومان دي، چې عمرونه یې د دوو او ۱۶ کلونو ترمنځ دي.

همدارنګه ډیری قربانیان نجونې او ښځې دي؛ چې له ټولو ۲۰ قربانیانو څخه ۱۳ یې ښځې او نجونې دي، او پاتې نور کوچني هلکان یا نارینه دي.

د دې دوو کورنیو غړي د هوا پیژندنې ادارې د سخت باران او سیلاب د خبرداري سره سره تېره ورځ غره ته په میله تللي وو.

د تېرې سې شنبې راهیسې د هیواد ډیری سیمې د درنو بارانونو او واورو شاهدې دي.

په هلمند او کندهار کې هم سختو بارانونو او سېلابونو ۱۰ کسان مړه کړي دي.

په ورته وخت کې، واورې په ځینو سیمو کې سړکونه او لویې لارې بندې کړې دي.

دا مرګ ژوبله او لار بندې داسي مهال رامنځته شوې، چي پرون د هیواد په ۳۲ ولایتونو کي د توندو بارانونو، سېلابونو او واورې اورېدلو اټکل شوی و.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه