د سور صلیب عمومي منشي: په افغانستان کې بشرپالی وضعیت لا هم ډېر وخیم دی

Photo: @PKraehenbuehl

اطلاعات روز: د سور صلیب د نړیوالې کمیټې عمومي منشي پیر کراهنبول افغانستان ته تر سفر وروسته ویلي چې په دې هیواد کې بشرپالی وضعیت لا هم وخیم دی او میلیونونه وګړي بشرپالي ملاتړ ته اړتیا لري.

د سور صلیب د نړیوالې کمیټې د دفتر له اعلامیې سره سم، ښاغلی کراهنبول یوه اونۍ وړاندې افغانستان ته تللی و او د دې سفر پر مهال یې له طالب چارواکو، ناروغانو او د بشرپالي خدماتو له تر لاسه کوونکو سره کتلي او د افغانستان د انساني کړکېچ په وړاندې یې د دې کمیټې فعالیت ارزولی دی.

د سور صلیب د نړیوالې کمیټې عمومي منشي په هیواد کې پر بشرپالو فعالیتونو د طالبانو بندیزونو ته په اشارې د بې پرې، خپلواک او بې تبعیضه بشرپالو فعالیتونو لپاره پر خوندي فضا ټینګار کړی او دا یې له اړمنو ټولنو سره د مرستې لپاره حیاتي بللی دی.

ده ویلي: «د سور صلیب د نړیوالې کمیټې لومړیتوب د معلولیت لرونکو افرادو او د وسلوالو شخړو د قربانیانو او زندانیانو په شمول د متضرره وګړو د ملاتړ لپاره د بشرپالي فعالیت دوامدار ساتل دي. دې ته په پام سره، موږ او ټول بشرپالي بنسټونه یوې داسې فضا ته اړتیا لرو چې وکولای شو د اړمنو وګړو په پراخه توګه ملاتړ وکړو او د نارینه‌وو، ښځو او ماشومانو په شمول ټولو ته بشرپالي خدمات په ځانګړې توګه په روغتیایي برخه کې وړاندې کړو.»

د ملګرو ملتونو له شمېرو سره سم، سږ کال په افغانستان کې ۲۲.۹ میلیون وګړي بشرپالو مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو همغږي کوونکي دفتر (اوچا) ویلي چې په دې لړ کې ۲۱ میلیون وګړي اوبو او روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري، ۱۴.۸ میلیون وګړي له شدیدې غذایي ناامنۍ سره مخ دي، ۱۴.۳ میلیون وګړي روغتیایي خدماتو ته محدود لاسرسی لري او ۷.۸ میلیون ښځې او ماشومان د تغذیې په برخه کې مرستو ته اړتیا لري.

دې بنسټ د ۲۰۲۵ کال پر مهال په افغانستان کې د مرستې رسونې لپاره د ۲.۲۴ میلیارد ډالریزې بودجې غوښتنه کړې وه.

د سور صلیب نړیوالې کمیټې ویلي چې د خوندي او اغېزمنو بشرپالو مرستو لپاره له طالبانو سره په تعامل کې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه