عام خلک او سوداګر: د تورخم دروازې ستونزه دې په دایمي ډول حل شي

Photo: Social media

اطلاعات روز: له تېرو دوو ورځو راهیسې پاکستاني لوري د تورخم دروازه د هر ډول تګ-راتګ پرمخ تړلې، چې له کبله یې پر یاده لاره تلوونکي مسافر، ناروغان او د بار وړونکو موټرو چلوونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د لغمان اوسېدونکی حضرت ولي چې مېرمن یې په ناعلاجه ناروغۍ اخته ده او غواړي خپله ناروغه پاکستان ته د درملنې په موخه ولیږدوي، وایي په ډېرو ستونزو یې ویزې ترلاسه کړي، خو اوس پرې د تورخم لاره له تېرو دوو ورځو راهیسې تړل شوې ده.

د هغه په خبره هره شېبه د دروازې بیا خلاصیدو ته په تمه دي او د دروازې تړلو له کبله اوس اړ شوي چې د لارې تر خلاصېدو، همدلته شپې وکړي.

نوموړي وویل: «دوه ورځې پوره کېږي چې د تورخم لاره تړل شوې او زما په ګډون سلګونه ناروغان او نور عادي مسافر دلته په تورخم کې له زیاتو ستونزو سره مخ دي، غواړم مېرمن مې پاکستان ته د درملنې لپاره یوسم، خو لاره راباندې بنده شوه او اوس په تشویش کې یم چې څه به کېږي.»

د یادې لارې په تړل‌کېدو سره دامهال سلګونه مسافر، ناروغان او باروړونکي موټر د دغې دروازې بیا پرانېستلو ته په تمه دي.

محمد آغا چې له خپلې مېرمنې او درېو اولادونو سره له مزار شریف څخه تورخم ته راغلی او غواړي له همدې لارې پېښور ته لاړ شي، د یادې لارې تړل کېدو اندېښمن کړی دی.

هغه وایي، د نوموړي په ګډون د زیاتره تلوونکو مسافرو اقتصادي وضعیت یې ښه نه دی او لګښت پرې لوړ راځي.

نوموړی د طالبانو له حکومت او پاکستاني چارواکو غوښتنه کوي چې د تورخم دروازې د دایمي ستونزې د حل په برخه کې دې جدي اقدامات وکړي او دا ستونزه دې ژر حل کړي.

محمد آغا زیاتوي: «زما په ګډون دلته په زرګونه خلک راغلي چې چا سره ناروغان دي او ځینې یې خپلو خپلوانو کره پاکستان ته ځي، خو د تورخم لاره پرې بنده شوې دلته په هوټل کې وخت تېرول هم په لوړه بیه تمامیږي له طالبانو او پاکستان حکومت غوښتنه کوو، چې د تورخم دروازه په دایمي ډول خلاصه کړي ځکه د دې دروازې د تړل کېدو له کبله خلک له زیاتو ستونزو سره مخ وي.»

بلخوا د حاجي عبدالمنان په نامه یو افغان سوداګر وایي، چې د طالبانو او د پاکستان حکومت د ناسمو پالیسو او په یوه او بله بهانه د حکومتونو له لوري دا ډول اقدام نه ‌یوازې مسافرو، ناروغانو ته بلکې په لویه کچه یې سوداګرو ته لوی مالي زیان اړولی دی.

نوموړی وايي، پاکستان ډير کله په یوه او بله پلمه د تورخم، سپین بولدک، غلام خان او ځينې نورې ټرانزیټي لارې تړي، چې له کبله یې افغان سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ زیان اوړي.

عبدالمنان وویل: «هر ځل پاکستان په یوه او بله پلمه سوداګریزې لارې بندوي او د دې زیان له ولسي خلکو سربېره سوداګرو ته زیات دی، ځکه دوه ورځې کېږي چې لاره بنده ده، نو د سوداګرو سلګونه لارۍ د تورخم دواړو خواوو ته بندې پاتې دي او پر دې هره لارۍ لګښت راځي توکي پکې خرابیږي نو دا زیان ټول سوداګرو ته دی نو په کار ده چې د تورخم لاره په دایمي ډول دوه طرفه خلاص شي.»

په همدې حال کې د تورخم لپاره د طالبانو کمېسار ملا عبدالجبار حکمت ویلي، چې پاکستان د طالبانو له لوري د فرضي کرښې دې غاړې ته د تاسیساتو جوړولو په غبرګون کې د تورخ لار بنده کړې ده.

هغه وايي، هڅه کوي چې له پاکستاني لوري سره د خبرو له لارې دا لار بېرته پرانیزي.

حکومت زیاته کړه: «تورخم کې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه طالب لوري غوښتل چې تاسیسات جوړ او ترمیم کړي، چې پاکستاني لوري یې مخالفت کړی او په همدې غبرګون کې یې د تورخم لاره تړلې ده بیا هم هڅه کې یو چې یاده لاره د خلکو او سوداګرو پرمخ خلاصه شي.»

د تورخم لار د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه له مهمو سوداګریزو لارو څخه ده، چې هره ورځ پرې له زرګونه مسافرو سربېره دواړو خواوو ته سوداګریز موټر هم هم تګ راتګ کوي.

ډیره کله د تورخم، سپین بولدک، غلام خان بندر او له پاکستان سره نورې ټرانزیټي لارې د طالبانو او پاکستاني حکومتونو ترمنځ د سیاسي ناندریو او نښتو له کبله تړل کېږي چې له کبله یې دواړو خواوو ته هرځل زرګونه مسافر، ناروغان او بار وړونکي موټر ایسار پاتې وي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه