د زابل په لېرې پرتو سیمو کې د ژوند بنسټیزې اړتیاوې لوی ارمانونه دي

Photo: sent to Etilaatroz

زابل د هیواد په سویل کې یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د پرمختګ له پلوه شاته پاتې او د لېرې پرتو سیمو خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ دي. که څه هم زابل ستراتیژیک اهمیت لري، خو د سیمې اوسېدونکي وايي، د طالبانو حکومت ورته پام نه دی کړی او خلک یې نږدې په هره برخه کې له ستونزو او کړاوونو سره مخامخ دي.

د دې ولایت د لېرې پرتو ولسوالیو په ځانګړي ډول د غرنيو سیمو خلک وایي، چې د ژوند له بنسټیزو اړتیاوو لکه روغتیایي خدماتو، پاکو اوبو او زده‌کړو څخه بې برخې او همدارنګه د تګ راتګ لارې یې سختې خرابې دي. ځایي اوسېدونکي شکایت کوي چې د دوی د ستونزو د هواري لپاره هېڅ عملي ګامونه نه دي پورته شوي.

د زابل د دايچوپان ولسوالۍ چې یوه لېرې پرته او غرنۍ ولسوالۍ ده، خلک یې وایي، چې سړکونه یې خراب او په روغتیایي برخه کې ورته هیڅ استانتیاوې نه دي برابرې شوي.

د دې ولسوالۍ يو اوسيدونکی سفرمحمد چې د ويجاړو لارو او په سيمه کې د معياري روغتيايي مرکزونو نشتون له امله يې زوی د اپنډکس ناروغۍ له امله ژوند له لاسه ورکړی، وايي په سيمه کې یې هيڅ ډول روغتيايي مرکزونه نشته دي او دوی تل اړ وي چې خپل ناروغان د درملنې لپاره په سختو لارو مرکز کلات ته انتقال کړي.

نوموړی زياتوي، چې د دايچوپان ولسوالۍ څخه تر کلات ښار پورې د يو دربس شوي موټر کرايه تر ۱۵زره افغانيو رسيږي او ډيری کسان د دومره پیسو ورکولو وس نه لري.

دی وايي، په غرنيو سيمو کې هغه کليوالې کورنۍ چې لږ اندازه شتمن وي خپلې اړتياوي د خپلې شتمنيو څخه پوره کوي او هغه کسان چې غريبان وي د لارو د خرابوالي، د موټرو د کرايو د نشتون او نورو لاملونو له امله يې ناروغان په کورونو کې ژوند له لاسه ورکوي.

هغه وویل: «زما يو زوی تير کال چې په نس کې يې اپنډکس پیدا شوی و په کور کې يې ژوند له لاسه ورکړ، يوه نيمه ورځ زموږ سره په کور کې پروت و، روغتون ته د ور وړلو هيڅ چانس يې نه و زموږ سيمه د ولسوالۍ څخه هم بیخي لېرې پرته سيمه ده هيڅ ډول اسانتياوو ته يې خلک لاسرسی نه  لري تر کلات ښار پورې د يو دربست موټر کرايه ۱۵۰۰۰ افغانيو ته رسيږي لارې ډيرې خرابې دي څوک د کرايې وس لري موټرونه د خپل ناروغانو لپاره دربست نيسي، خو څوک چې وس نه  لري په کورونو کې یې ناروغان ژوند له لاسه ورکوي.»

د دایچوپان ولسوالۍ اوسیدونکي د طالبانو له حکومت غوښتنه چې د دوی ستونزې حل کړي/ اطلاعات روز ته استول شوی

زابل چې ۱۰ ولسوالۍ لري، نه يوازې د دايچوپان ولسوالۍ اوسيدونکي خپلو سيمو کې د ژوند له مهمو اسانتياوو د نشتون څخه سرټکوي؛ بلکې د دې ولايت د يو شمير نورو ولسواليو اوسيدونکي هم د ورته ستونزو یادونه کوي او وايي، چې د ډيرو خدماتو څخه بې برخې دي.

د دې ولايت د شملزو ولسوالۍ چې د مرکز کلات ښار سویل ختيځ ته پرته ده، اوسيدونکي یې په روغتيايي، ښوونيزو، مخابراتي، پاکو اوبو ته د نه لاسرسي، ويجاړو لارو او د ژوند په ګڼو نورو برخو کې د ستونزو سره مخامخ دي.

د شملزو ولسوالۍ يو اوسيدونکی حاجي شفيع الله وایي، چې دغلته د معیاري روغتیایي مرکز د نشتون له امله ناروغان پر عادي ناروغيو مړه کيږي، ماشومان له زده کړو څخه بې برخې دي، خلک مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او د ويجاړو لارو له امله ساعتونه مزل کوي، ترڅو د موخې ځای ته ورسیږي.

نوموړي وویل: «زموږ په سيمه کې هيڅ مخابراتي شبکې نشته، روغتون نشته، پاکې اوبه نشته او لارې مو خرابې دي چې هره يوه ستونزه ده هغه دلته شته د ټولو خلکو ژوند سخت خراب دی موږ داسې فکر کوو چې موږ د افغانستان خلک نه يو ځکه هيڅ مسووله اداره زموږ غږ نه اوري.»

د شملزو ولسوالۍ يو بل اوسيدونکي سيدګل هم د ورته ستونزو څخه سرټکوي او د طالبانو د مسوولو ادارو غوښتنه کوي، چې د ژمنو پر ځای دی د دوی په سيمو کې شته ستونزې په عملي ډول حل کړي.

سيدګل وویل: «لارې دې راته جوړې کړي، پُل دې راته جوړ کړي، مکتب دې راته جوړ کړي، نه د نجونو مکتب لرو او نه هم د هلکانو مکتب لرو موږ ټول بيسواده خلک يو ۴۵ کاله دلته جنګ و، مالونه باغونه او  کورونه ټول مو خراب شوي دي د چا څخه موږ د مرستې غوښتنه وکړو.»

د شملزو ولسوالۍ خلک وایي، چې له عامه خدماتو دومره بې برخې دي چې فکر کوي د افغانستان خلک نه دي/ اطلاعات روز ته استول شوی

د يادو ولسواليو ور هاخوا د زابل د نوبهار او  شاه جوی ولسوالیو اوسيدونکي بیا وايي، چې د لېرې پرتو  سيمو په ګډون ان د دغه ولسواليو په مرکزونو کې هم په روغتيايي اوښوونيزو برخو کې خلک د ستونزو سره مخامخ دي.

د يادو دوه ولسواليو د اوسيدونکو په وینا، چې په تېرو جګړو کې يې سيمې سختې ځپل شوي، خو په خبره يې چې څومره د دوی تمه وه په هغه اندازه ورته پاملرنه نه ده شوې.

د شاجوي ولسوالۍ يو اوسيدونکی سردارولي زیاتوي: «د څښاک اوبه نه لرو، نلکه نه لرو، په دغه کلي چې يو ځای يو اينچ اوبه وي پر هغه د ډبو وار ولاکه کېږي، موږ ډیر مشکلات لرو، پخوا به موږ د باغونو غم کاوه اوس د څښاک اوبه نه لرو، مريضان لرو دغه اوس موږ ناروغان يوړل ډاکټرانو وويل، چې دغه اوبه پاکې نه دي.»

د نوبهار ولسوالۍ يو اوسيدونکی عزیزالله بیا په خپلو سيمو کې د خلکو د يادو ستونزو د حل غوښتنه کوي او وایي: «موږ د اوسني نظام (طالبان) څخه دا غواړو چې زموږ سيمه ګڼ میشتې سيمه ده اوبه نه لرو مکتوبونه نه لرو زموږ ډيره ستونزه د اوبو ده اوبه نه لرو.»

د زابل ولایت مرکز کلات ښار/ اطلاعات روز ته استول شوی

ورته مهال زابل کې د طالبانو ولایتي مسوولين بیا وايي، چې د دې ولايت د ټولو لېرې پرتو سيمو د اوسيدونکو ستونزو ته د رسيدنې په موخه د دوی هڅې روانې دي.

دوی ژمنه کوي، چې لېرې پرتو سيمو کې به د خلکو روغتيايي، ښوونيزې د سړکونو خرابوالي او نورو ټولو برخو کې شته  ستونزې حل کړي.

د زابل ترڅنګ د هیواد په نورو لېرې پرتو سيمو کې هم خلک د ژوند له مهمو اړتياوو څخه بي برخې او وایي، چې نه تېر جمهوري نظام او نه هم تر اوسه ورته د طالبانو اوسني سرپرست حکومت پام کړی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه