پاکستاني پوځیانو د کونړ پر خاص کونړ ولسوالۍ راکټي بریدونه کړي

اطلاعات روز: کونړ کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې پاکستاني ځواکونو «ډېورنډ فرضي کرښې» ته څېرمه د کونړ پر خاص کونړ ولسوالۍ راکټي بریدونه کړي دي.

یوې سرچینې وویل، چې پاکستاني پوځیانو دا بریدونه تېره شپه (جمعه، ۳ د کب) شاوخوا ۹:۰۰ بجې د خاص کونړ ولسوالۍ پر «شالۍ ولي» درې کړي.

سرچینه زیاتوي، چې د پاکستاني ځواکونو د تېرې شپې بریدونو شاوخوا څلور ساعته دوام کړی چې له وېرې یې ګڼو ځایي اوسېدونکو خپل استوګنیز کورونه پرېیښي او نورو خوندي سیمو ته کډه شوي.

سرچینه وایي، چې طالبانو هم د پاکستاني پوځیانو د بریدونو په غبرګون کې د سپکو او درنو وسلو ډزې کړي، خو  تر اوسه د دغو راکټي بریدونو له امله دواړو لوریو ته د اوښتې مرګ – ژوبلې په تړاو نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

موږ هڅه وکړه چې په دې تړاو کونړ کې د طالبانو د ځایي مسوولینو نظر هم ولرو، خو له پرله پسې هلو ځلو سره بیا هم د هغوی په نظر اخېستو ونه توانېدو.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني پوځیانو له تېرو څو ورځو راهیسې ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د ننګرهار پر ګوشتې، لعلپورې او دوربابا ولسوالیو راکټي بریدونه کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه