ندا محمد ندیم: تحصیلي نصاب ځواب ویونکی نه و، بیا پرې کتنه وشوه

@GMICafghanistan

اطلاعات روز: د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم ویلي، چې د افغانستان تحصیلي نصاب د اړتیاوو ځواب ویونکی نه و او دغې ډلې د «اسلامي او ملي ارزښتونو» په پام کې نیولو سره پرې بیا کتنه کړې.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د خبرپاڼې له مخې، ندیم دا څرګندونې د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخیط سره په کتنه کې کړي.

ندیم د طالبانو بیاځل واکمنیدو وروسته په تحصیلي برخه کې خپلو لاسته راوړنو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې «تحصیلي نصاب  مخکې د افغانانو اړتیاوو ته ځواب ویونکی نه و چې د اسلامي او ملي ارزښتونو په پام کې نیولو سره پرې بیا کتنه وشوه».

د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر زیاته کړې، چې د دې ډلې له خوا د هیواد د کنټرول ترلاسه کولو وروسته د دیني او عصري علومو ترمنځ واټن له منځه تللی او دواړو برخو ته ځانګړې پاملرنه کېږي.

د طالبانو ډیر تمرکز پر دینی زده‌کړو دی. خو کارپوهان او نیوکه کوونکي بیا د درسي نصاب بیا کتنه په دې معنا بولي، چې دغه ډله غواړي پوهنتونونه په مدرسو بدل کړي.

طالبانو د دیني مضامینو تدریس زیات کړی او ځینې څانکې او مضامین یې له منځه وړي دي.

دا ډله خپل مطلوب اشخاص په پوهنتونونو کې د استادانو په توګه ګماري او په تېرو دریو کلونو کې یې د هیواد ځینې مسلکي استادان له دندو ګوښه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې هیواد کې د بې کارۍ او نامعلوم تحصیلي راتلونکي له امله ځوانان زده کړې پریږدي او په مرګونو لارو بهرنیو هیوادنو ته سفر کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه