اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، په تورخم کې د پولیسو له خوا په لښتې د یوې مېرمنې وهلو ویډیو څېړي او عاملین به یې د قانون منګلولو ته سپاري.
په تورخم کې د کمیسارۍ له پولیسو او مسوولینو له بد چلند کوزې پښتونخوا ته تلونکي او پر دغه لاره بیرته هیواد ته راستنیدونکي مسافر شکایت کوي.
تازه په ټولنیزو رسنیو کې یو ویډیو خپره شوې چې په کې لیدل کیږي، د کمیسارۍ پولیس په غالب ګمان پر یوې میرمن د لښتو ګوزارونه کوي.
دغې ویډیو ټولنیزو شبکو کې د افغان کاروونکو توند غبرګونونه راپارولي او له حکومت یې په دې برخه کې د جدي اقدماتو غوښتنه کړې.
په همدې حال کې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (سه شنبه، ۳ د وري) اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د خپرې شوې ویډیو په اړه وویل، په دې اړه یې څیړنې پیل کړي چې له څیړنو وروسته به یې عاملینو ته قانوني سزا ورکړي.
خوږیاڼي زیاته کړه: «کومه ویډیو چې خپره شوې ټولینزو رسنیو کې مونږ په دې اړه پلټنې پیل کړي چې له څیړنو وروسته به یې مالومات له تاسې سره شریک کړو او هم به یې عاملینو ته سخته سزا ورکړو.»
تورخم سوداګریزه لاره د پاکستان او افغانستان ترمنځ تر ټولو لویه سوداګریزه لار ګڼل کیږي، خو پر دغه لاره تلونکي په تورخم ښارګوټي کې د پولیسو له بد چلند شکایت کوي.
