د ۱۷ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانې: افغانستان په نړۍ کې د ښځو تر ټولو ستر ځپونکی هیواد دی

اطلاعات روز: د ۱۷ هیوادونو د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو او اروپایي اتحادیې د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې افغانستان په نړۍ کې د ښځو تر ټولو ستر ځپونکی هیواد دی او «دا تیاره واقعیت له پامه نشي غورځولای.»

دوی په دې اعلامیه کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون لغو کېدل غوښتي او ویلي یې دې چې دې قانون د افغانستان پر ښځو او نجونو بندیزونه نور هم تشدید کړي دي.

دا اعلامیه چې د کاناډا د بهرنیو چارو د وزارت پر ویبپاڼه خپره شوې ده، په اوتاوا کې د نړۍ د ښځینه بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې وروسته خپره شوې ده.

په دې غونډه کې د کاناډا، اندورا، اسټرالیا، کولمبیا، ایکواډور، فینلینډ، ګورجستان، جرمني، ایسلینډ، جامایکا، کوزوو، لیتوانیا، لیختن‌ شتاین، موناکو، مغولستان، سلوانیا، سیوډن او اروپایې اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو او په بهرني سیاست او امنیتي چارو کې د اروپایي اتحادیې لوړپوړي استازي ګډون درلود.

دوی په دې غونډه کې د افغانستان د ښځو «وضعیت وخیم» بللی دی او په افغانستان کې یې د طالبانو له لوري د بشري حقونو د سیسټماټیک او پراخ نقض په تړاو سخته اندېښنه ښوولې، په ځانګړې توګه هغه چې ښځې او نجونې اغېزمنوي.

د نړۍ د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو په طبي انسټیټوټونو کې د ښځو پر زده کړو بندیز غندلی او ویلي یې دې چې که دا فرمان لغو نشي، نو افغانستان به د روغتیا په برخه کې ښځینه متخصصینې په بشپړه توګه له لاسه ورکړي.

دوی زیاته کړې چې دا هر څه په داسې هیواد کې پېښېږي چې کلتوري ارزښتونه یې هم ایجابوي چې د ښځو درملنه د نورو ښځو له لوري وشي. د دوی په وینا، د ښځینه ډاکټرانو نشتون به د دې لامل شي چې د ښځو او ماشومانو روغتیا نوره هم له خطر سره مخ شي.

د نړۍ د بهرنیو چارو د وزیرانو په اعلامیه کې ویل شوي چې له دې سره-سره د طالبانو له لوي له زده کړو د نجونو سیسټماټیک حذف میلیونونه نجونې د زده کړې له حق څخه بې برخې کړې دي.

دوی ویلي چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې هلته ښځې له منځنیو او لوړو زده کړو بې برخې دي او «دا بندیز د افغانستان د هرې نجلۍ لپاره یوه شخصي تراژیدي او همدا راز د افغانستان د اوږدمهال پرمختګ، اقتصادي ودې، رفاه او عمومي ثبات لپاره یو ډلییز ګوزار ګڼل کېږي.»

د نړۍ د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو د طالبانو هغې غوښتنې ته په اشارې چې له نړۍ یې د دې ډلې په رسمیت پېژندل غوښتي و، ویلي چې هغه هیواد هیڅ راتلونکی نه لري چې غواړي ښځې له عمومي ژوند څخه حذف کړي.

دوی له طالبانو غوښتي چې د ښځو پر خلاف د هر ډول تبعیض د مخنیوي کنوانسیون په شمول د افغانستان ټولو نړیوالو تعهداتو ته ژمن پتې شي او پر ښځو او نجونو لګول شوي بندیزونه ختم کړي او د ژوند په ټولو اړخونو کې د ښځو او نجونو د معنادار ګډون حق ورکړي.

د نړۍ ښځینه وزیرانو ویلي چې یو سولییز او باثباته افغانستان هله شونی دی چې د ښځو او نجونو په شمول ټول وګړي یې وکولای شي د خپل هیواد په راتلونکې کې ونډه ولري.

دوی له ټولو هیوادونو غوښتي چې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د دوحې د بهیر په شمول د افغانستان د راتلونکې په تړاو په ټولو بحثونو کې د دې هیواد د ښځو د بشپړ، برابر، معنادار او خوندي ګډون ملاتړ وکړي.

ښځینه وزیرانو همدا راز له طالبانو غوښتي چې یو داسې ټولشموله او هر اړخیز سیاسي بهیر دې را منځ ته کړي چې د افغانستان تنوع منعکسه کړي.

د نړۍ د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو تر دې وړاندې د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر میاشتې پر مهال د کاناډا په ټورنټو ښار کې د افغانستان د ښځو وضعیت وارزاوه.

تر دې غونډې وروسته د کاناډا، اسټرالیا، هالنډ او جرمني د بهرنیو چارو وزیرانو اعلان وکړ چې که طالبان پر ښځو لګول شوي بندیزونه لغو نه کړي، نو دوی به یې پر خلاف په نړیواله جنایي محکمه کې له دې امله شکایت وکړي چې د ښځو پر خلاف د هر ډول تبعیض د مخنیوي د کنوانسیون یې نقض کړی دی.

تر دې وروسته ځینو نورو هیوادونو هم د دې پرېکړي ملاتړ وکړ او اوس د دې پرېکړي د ملاتړو هیوادونو شمېر ۲۵ ته رسېدلی دی.

طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته د دې هیواد پر ښځو او نجونو پراخ بندیزونه لګولي دي او له هغوی یې د زده کړو او کار کولو حق اخیستی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه