د طالبانو مشر د محصلینو په مسلکي روزنې ټینګار کړی

اطلاعات روز: د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده کندهار پوهنتون کې د وینا پرمهال د محصلینو په مسلکي روزنې، او د دیني او عصري زده کړو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

د طالبانو مشر دغه څرګندونې تېره ورځ (چهارشنبه، ۲۴ د سلواغې) ماسپښین د کندهار پوهنتون په جومات کې له استادانو او محصلینو سره په لیدنه کې کړې دي.

کندهار کې سرچينې وايي، چې هبت الله اخوندزاده په دغه ليدنه کې محصلينو ته ويلي، چې د لوړو زده کړو وزارت ته يې سپارښتنه کړې چې د محصلينو د مسلکي روزنې لپاره دې له بهر څخه استادان په دندو وګماري.

سرچینې د طالبانو د مشر له قوله زیاتوي: «ما ستاسې لوړو زده کړو وزارت ته ویلي، که په سل زره ډالر هم بهرنی استاد دلته راځي او تاسې سره په پوهنتونونو کې استادي کوي ور يې کړئ، خو چې زموږ محصلان په مسلکي ډول وروزي.»

دغه راز د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویاند ضیاالله هاشمي له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې په یاده لیدنه کې هبت الله اخوندزاده محصلینو ته وویل، چې فرمانونه یې له قران او حديث څخه اخیستل شوي او له علماو سره پرې مشوره شوې او په خبره یې که د اسلام خلاف وي نه دي منل کېږي. 

اعلامیه کې وړاندې لیکل شوي چې ملاهبت الله دغه محصلينو ته په خپلو خبرو کې د دیني او عصري زده‌کړو پر اهمیت ټینګار وکړ او له محصلینو يې وغوښتل چې د زده‌کړو له لارې هېواد د نورو سیال وګرځوي او دومره علم وکړي چې له بهر څخه خلک افغانستان ته د زده کړو په موخه راشي.

هغه ویلي: «د خپل علم او پوهې پر مټ  افغانستان په نړۍ کې سیال کړئ او دومره  زحمت وګالئ، چې بهرنيان دلته راشي، ستاسو څخه زده کړه وکړي او د خپل علم په مرسته پر نړۍ حکمراني وکړئ.»

نوموړي زياته کړې چې نظام یې د علم د پرمختګ لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې کړي او څرګنده کړې یې ده چې ښوونځی او مدرسه يو او عصرې زده کړې دې دين ته د خدمت په موخه وشي.

د طالبانو مشر محصلینو ته ویلي، چې د هېواد د پرمختګ، يووالي او اتحاد لپاره ډېر کار وکړي او د خپل ولس خدمت په رښتني ډول ترسره کړي.

دا لومړی ځل دی، چې ملا هبت الله د کندهار پوهنتون له استادانو او محصلینو سره ګوري او د عصري زده کړو پر اهمیت ټینګار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د هیواد تعلیمي ادارې د سقوط له ګواښ سره مخ دي او په تېرو څه باندې دریو کلونو کې د پوهنتونونو یو شمیر مسلکي استادان له هیواده وتلي او طالبانو ځینې استادان له دندو ګوښه کړي او پر ځای یې خپل کسان ګمارلي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه