د ناروې د پناه غوښتونکو شورا فعالیت د افغانستان په شمول په ټوله نړۍ کې بند شو

Photo: NRC

اطلاعات روز: د امریکا د مرستو د بندېدو له کبله د افغانستان په شمول په ۲۰ هیوادونو کې د ناروې د پناه غوښتونکو شورا (اين آر سي) فعالیت بند شو.

دې بنسټ د دوشنبې په ورځ (۲۲ د سلواغې) په یوه اعلامیه کې وویل چې په خپل تاریخ کې په لومړي ځل اړ شوي دي چې په تقریبا ۲۰ هغو هیوادونو کې چې له جګړې، افتونو او کډوالیو اغېزمن دي خپل بشرپالي فعالیتونه ودروي.

د ناروې د پناه غوښتونکو شورا زیاته کړې چې په خپل ۷۹ کلن تاریخ کې یې هیڅکله هم د مرستندویو هیوادونو، سازمانونو او یا هم خصوصي مرستندویو اژانسونو له لوري د مرستو داسې ناڅاپي قطع کېدل نه دي تجربه کړي.

د ډونالډ ټرمپ تر ولسمشر کېدو وروسته د امریکا مرستې د ۹۰ ورځو لپاره درول شوې دي.

د ناروې د پناه غوښتونکو شورا ویلي چې د دې اقدام اغېزي به پر هغو خلګو ډېري جدي وي چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې له کړکېچونو سره لاس او ګرېوان دي.

دې بنسټ ویلي چې اړ شوي دي چې په اوکراین کې د هغو ۵۷ زره خلګو لپاره د مرستې ویشنې برنامه ودروي چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي.

د ناروې د پناه غوښتونکو شورا ویلي، اړ دي چې د افغانستان په شمول د نړۍ له بېلابېلو سیمو خپل مرستندویان وباسي، هغه چې د نجونو، ښځو او کورنیو متزلزل حالت ساتي.

دې بنسټ د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د هغه دستور هرکلی کړی دی چې ژوند ژغورونکو مرستو ته معافیت ورکوي خو ویلي یې دې چې ډېر نور سازمانونه نشي کولای له دې معافیت څخه استفاده وکړي.

د ناروې د پناه غوښتونکو شورا زیاته کړې چې اوس مهال یې د امریکا له دولت څخه د میلیونونو ډالرو غوښتنه بې پرېکړي پاتې ده او که ژر حل‌لاره پیدا نشي، د فبروري په وروستیو کې اړ کېږي چې هغه ژوند ژغورونکې بشرپالې برنامې ودروي چې د متحده ایالاتو له لوري یې ملاتړ کېږي.

دې بنسټ ویلي: «موږ د متحده ایالاتو د بهرنیو مرستو د قانوني ارزونې لپاره د متحده ایالاتو صلاحیت په رسمیت پېژنو، خو باید داسې اقدامات وشي چې د ارزونې پر مهال روانې بشرپالې مرستې اخلال نه کړي.»

د امریکا د بهرنیو مرستو تر بندېدو وروسته په افغانستان کې په لسګونو مرستندوی بنسټونه تړل شوي دي.

د وروستیو درو کلونو پر مهال امریکا له افغانستان سره تر ټولو ستر مرسته کوونکی هیواد و.

مرستندوی بنسټونه په داسې مهال کې تړل کېږي چې ملګري ملتونه وایي چې د ۲۰۲۵ کال پر مهال په افغانستان کې ۲۲.۹ میلیون وګړي بشرپالو مرستو ته اړتیا لري. د مرستې رسونې لپاره ۲.۲۴ میلیارد ډالریزې بودجې ته اړتیا ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه