په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازي مرستیاله: په افغانستان او پاکستان کې د داعش جنګیالیو جلب و جذب ته اندېښمن یو

Photo: UN

اطلاعات روز: په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازي مرستیالې ډروټي شي د امنیت شورا په غونډه کې وویل، چې متحده ایالات په افغانستان او پاکستان کې د داعش خراسان څانګې له لوري د جنګیالیو جلب و جذب ته اندېښمن دي.

هغې تېره شپه (دوشنبه، ۲۲ د سلواغې) په دې غونډه کې وویل، چې متحده ایالات دغه راز د داعش خراسان څانګې د بریدونو پلان کولو او ترسره کولو وړتیا په اړه هم اندیښمن دي.

د امریکا د استازي مرستیاله زیاتوي، چې په منځنۍ اسیا کې د داعش ملاتړي په ځانګړې توګه د داعش خراسان څانګه، یو مهم نړیوال ګواښ دی.

په دې غونډه کې د پاکستان استازي منیر اکرم هم د داعش د ګواښونو په اړه خبرې وکړې او د دې ډلې پر وړاندې یې د موثر نړیوال اقدام غوښتنه وکړه.

هغه وویل، چې د القاعده اصلي هسته د پاکستان د هڅو په پایله کې په افغانستان کې له منځه تللې، خو داعش لاهم په دې هېواد کې حضور لري.

د پاکستان استازي همداراز زیاته کړه، چې یوازې افغانستان د داعش خراسان څانګې لپاره د جنګیالیو د جذب مرکز دی، نه پاکستان.

د یو شمېر نورو هېوادونو استازو هم په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې د حضور په اړه اندېښنه څرګنده کړه او دا یې د افغانستان، سیمې او نړۍ د سولې او امنیت لپاره جدي ګواښ وباله.

خو، طالبان وايي چې دوی داعش په افغانستان کې ځپلی او دا ډله په هېواد کې حضور نه لري.

دا ډله ادعا کوي، چې داعش د دوی تر ځپلو وروسته خپل مرکزونه او پټنځایونه پاکستان ته انتقال کړي او له هغه ځایه په افغانستان کې بریدونه ترسره کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه