د امریکا د کانګرس یو غړي د افغان کډوالو د منلو بهیر د دوام غوښتنه کړې

Photo: @HouseForeignGOP on X

اطلاعات روز: د امریکا د استازو مجلس جمهوري غوښتونکي استازي مایکل مک کال د دې هیواد له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي چې په افغانستان کې د امریکا د پخوانیو کارمندانو بیا میشتېدنې ته دې دوام ورکړي.

د نیوزویک له راپور سره سم، مک کال د یکشنبې په ورځ له سي‌بي‌ایس شبکې سره په خبرو کې ویلي، چې «زموږ د افغان شریکانو پرېښودل» هغه څه دي چې متحده ایالات یې باید «اصلاح کړي».

ده ویلي: «موږ له هغوی سره ژمنه کړې چې کله په افغانستان کې زموږ له ښځینه او نارینه خدمت کوونکو سره کار وکړي، نو د دوی ساتنه به کوو. دوی ژباړونکي دي؛ هغه کسان چې زموږ له سرتېرو سره یو ځای وو. دوی د مهاجرت ځانګړې ویزې لري او زما په اند باید وکولای شي چې د ایس‌آی‌وي برنامې له لارې راشي.»

د ټرمپ د اجرایوي فرمان له لارې د کډوالو د بیا میشتېدنې هغه الوتنې چې له جنوري څخه تر اپریل میاشتې پورې پلان شوې وې، لغوه شوې دي او شاوخوا دوه زره تنه په ګاونډیو هیوادونو په ځانګړي توګه پاکستان کې بې برخلیکه پراته دي او د خپل راتلونکي په اړه ډاډه نه دي.

له دې کډوالو څخه د روشنګر په نوم یو تن اسوشیټیډ پریس ته ویلي: «زه حیران شوم او اوس هم حیران یم، ځکه چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې دې بهیر ته منتظر وم ترڅو له دې جهنم څخه ووځم او یوه امن ځای ته ورسېږم، یو ارام ژوند وکړم او هر څه دویم ځل راپیل کړم.»

پخواني سمندري پوځي او د «افغان واک» ایتلاف رییس شاون ون دایور چې د افغان کډوالو د بیا میشتېدنې د هڅو ملاتړ کوي، ویلي: «دا زموږ پر ملي ویاړ یو د شرم داغ دی چې موږ د هغو کسانو له پښو خاورې کاږو چې د بیا میشتیدنې لپاره یې صبر وکړ او هغه کسان چې تازه راغلي، هغه وباسو.»

امریکا له افغانستانه د وتلو پرمهال خپل یو شمېر ځایي کارکوونکي تخلیه کړل مګر لاهم ګڼ شمېر کسان په افغانستان او یا هم د پاکستان په ګډون په ګاونډیو هیوادونو کې پاتې دي.

د امریکا پخواني متحدین وایي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د دې ډلې له انتقام اخیستنې سره مخ دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه