طالبانو د خپل اطلاعاتي بانک هېک کېدل رد کړي خو افشا شوي اسناد یې تایید کړي دي

Photo: mcit

اطلاعات روز: د طالبانو د مخابراتو او ټیکنالوژۍ وزارت د خپل اطلاعاتي بانک (ډیټا سنټر) هیک کېدل رد کړي خو پر «طالب لیکس» ویبپاڼې خپاره شوي اسناد یې تایید کړي او ویلي یې دې چې ښایي دا اسناد له «انفرادي کمپیوټرونو» تر لاسه کړل شوي وي.

دې وزارت نن (پنجشنبه، ۱۸ د سلواغې) د یوې اعلامیې له لارې ویلي: «هیڅ سیسټم نه دی هېک شوی، زموږ ټول سیسټمونه خوندي دي او هیڅ ستونزه نشته.»

د طالبانو د مخابراتو وزارت ویلي: «کوم اسناد چې پر ټولنیزو رسنیو شریکېږي، اکثریت یې په عامه توګه د لاسرسي وړ دي او اکثریت یې په پخوانیو کلونو پورې مربوط دي او په متواتره توګه راغونډ کړل شوي دي.»

همدا راز دې وزارت ویلي: «رسنیزو شویو اسنادو ته په پام، د هغوی ډېری په داسې برخو پسې تړلي دي چې تر اوسه د هغو لپاره ځانګړی سیسټم نشته.»

د طالبانو د مخابراتو او ټیکنالوژۍ وزارت همدا راز زیاته کړې: «ابتدایي معلومات ښيي چې ښایي دا معلومات له هغو انفرادي کمپیوټرونو تر لاسه شوي وي چې امنيتي تدابیر نه لري.»

د ناپېژانده هېکرانو یوې ډلې د طالبانو د وزارتونو او خپلواکو ادارو اسناد د «طالب لیکس» په نوم پر یوې ویبپاڼې خپاره کړي دي. ویل شوي چې دا اسناد د طالبانو د اطلاعاتو د بانک له هېک کېدلو لاس ته راغلي.

کومې ډلې چې د طالبانو د اطلاعاتي بانک د هېک کولو ادعا کړې، هویت یې مشخص نه دی او تر اوسه هیڅ ډلې هم د دې کار مسوولیت نه دی منلی.

خپاره شوي اسناد د طالبانو د بهرنیو، مالیې، عدلیې، اطلاعات او کلتور، مخابرات او معلوماتي ټیکنالوژي، صنعت او سوداګرۍ، عامې روغتیا، امر بالمعروف او نهی عن المنکر د وزارتونو په شمول په سترې محکمې، د طالبانو د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیالۍ په دفتر، د زندانونو په خپلواکې ادارې او د دې ډلې تر واک لاندې څو نورو ادارو پسې اړوند دي.

دا اسناد په ادارو کې د طالبانو د استخدامونو، د پخواني حکومت د زرګونو کارمندانو د وتلو د ممنوعیت، د طالبانو په زندانونو کې د زنداني بهرنیو وګړو د شمېر، په کونړ کې د «سلفیانو» د جماعت پر لمانځه د بندیز، د بندیزونو د پلي کولو او په دې اړه د عامو خلګو د نظرونو اړوند دي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو راهیسې دا لومړی ځل دی چې د دې ډلې د وزارتونو او ادارو اسناد په پراخه توګه افشا او خپرېږي.

دې ډلې اطلاعاتو ته لاسرسی سخت محدود کړی او د خپلو وزارتونو او ادارو د فعالیتونو په تړاو اسناد رسنیو او خبریالانو ته نه ښيي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه