پاکستان له اسلام آباد او راولپنډۍ څخه د افغان اتباعو د ایستلو امر کړی

اطلاعات روز: د پاکستان حکومت امر کړی چې افغان اتباع باید د دې هیواد پلازمینه اسلام آباد او راولپنډۍ ښار پریږدي. د دې حکم له مخې، هغه خلک چې د افغان تابعیت کارت (ای‌سي‌سي) لري باید افغانستان ته ستانه شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ او په پاکستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان پرون (شنبه، ۱۳ د سلواغې) په یوې بیانیه کې ویلي، چې دوی د دې امر څخه خبر دي.

دا حکم د جنوري په ۲۹مه د پاکستاني چارواکو د غونډې وروسته صادر شوی دی.

د پاکستان حکومت امر کړی چې ټول هغه کډوال چې د افغانستان د تابعیت کارتونه (ای‌سي‌سي) لري باید د اسلام آباد پلازمینې سیمې (آی‌سي‌ټي) او راولپنډۍ څخه کډه شي او سمدلاسه افغانستان ته ستانه شي.

همدارنګه، هغه کسان چې د استوګنې کارتونه (پي‌او‌آر) لري باید له اسلام آباد او راولپنډۍ څخه هم کډه شي.  خو، دوی ته اجازه ورکول کېږي چې د ۲۰۲۵ کال د جون تر ۳۰مې پورې په پاکستان کې پاتې شي.

د پاکستان د حکومت د نوي حکم له مخې، هغه افغان کډوال چې بل هیواد ته د بیا میشتیدنې لپاره د کډوالۍ قضیې لري باید د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر ۳۱مه پورې له اسلام آباد او راولپنډۍ څخه هم ووځي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ په بیانیه کې ویل شوي چې د دې امر او ضرب الاجلونو سره لازم عمل نه کول ښایي د نیولو او افغانستان ته د شړلو لامل شي.

د ملګرو ملتونو ادارو دا امر د افغان اتباعو لپاره په ژوره توګه خواشینونکی بللی او د وضاحت غوښتنه یې کړې ده.

د افغان کډوالو لپاره د پاکستان عالي کمیشنرۍ (سي‌سي‌اي‌آر) تازه اعلان کړی، چې په پاکستان کې ۲.۹ میلیونه افغان وګړي شتون لري، چې له دې ډلې ۱.۴ میلیونه ثبت شوي او ۰.۷ میلیونه لاهم ثبت نه دي.

تر دې مخکې، پاکستاني رسنیو راپور ورکړی و چې ۱.۴۵ میلیون افغان کډوال په پاکستان کې د پي‌او‌آر کارتونه لري، چې د ۲۰۲۵ کال د جون تر ۳۰مې پورې د اعتبار وړ دي.

د «پي‌او‌آر» کارت یو مهم هویتي سند دی چې ثبت‌شویو افغان کډوالو ته ورکول کېږي.

پر دې سربېره، ۸۰۰ زره نور کسان د «افغان تابعیت» کارت لري.

پاکستان د ۲۰۲۳ کال له وروستیو د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې.

ویل کېږي چې د ایستلو لومړۍ مرحله چې د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې پیل شوې وه، په ترڅ کې یې تر نیم میلیون زیات بې اسناده افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د افغان اتباعو د ایستلو دویمه مرحله د ۲۰۲۴ کال په اپرېل کې پیل شوې وه، چې ویل کېدل په دې مرحله کې به د «افغان تابعیت کارت» (ای‌سي‌سي) لرونکي کسان ایستل کېږي.

اوس مهال د پاکستاني پولیسو لخوا د افغان اتباعو نیول او شړل روان دي.

پاکستاني پولیسو تازه ښځې او کم عمره ماشومان هم نیولي او بېرته یې افغانستان ته شړلي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه