د معاشونو په ورکړه کې ځنډ؛ د طالبانو ویاند وایي، د دوی حکومتي بودیجه له بهرنیو مرستو سره تړاو نه لري

@GMICafghanistan on X

اطلاعات روز: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې د اداري کارمندانو د معاشونو په ورکولو کې ځنډ «د بهرنیو مرستو د کولو یا نه کولو پورې اړه نه لري».  هغه د دې ځنډ لامل نه دی روښانه کړی.

مجاهد نن (پنج شنبه، ۱۱ د سلواغې) ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، چې د مالیې وزارت ډاډ ورکوي، چې د روانې سلواغې میاشت کې به د طالبانو د ادارو د ټولو ۱.۴ میلیون کارمندانو معاشونه ورکړل شي او «هیڅوک دې په دې اړه اندیښنه نه کوي».

هغه زیاته کړې: «د هېواد بودیجه داخلي بنسټ لري، د بهرنیو مرستو د کولو یا نه کولو پورې اړه نه لري.»

په کابل کې ځینې کارکوونکي وايي، چې دوی د تېرې مرغومي میاشتې معاشونه نه دي ترلاسه کړي.

د هیواد په یو ولایت یوه ښوونکي اطلاعات روز ورځپاڼې ته په یوه پیغام کې ویلي، چې له دوو میاشتو راهیسې یې معاش نه دی ترلاسه کړی.

مرغومي میاشت کې داسې راپورونه ورکړل شول، چې د حکومتي کارمندانو معاشونه د بودیجې د کمښت له امله ځنډول شوي دي.

دغه راز یو غږیز پیغام چې د طالبانو یوه مستوفي ته منسوب شوی او په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیده، هغه پکې ویلي چې د حکومتي کارمندانو د لیندۍ میاشتې د معاشونو ورکړه د بودیجې د کمښت له امله او د طالبانو د مالیې وزیر د شفاهي امر پر بنسټ ځنډول شوي دي.

خو، د طالبانو د مالیې وزارت دا راپورونه ناسم وبلل.

د طالبانو سرپرست حکومت د بودیجې اندازه یا د لګښت جزیات نه خپروي.

دا ډله ادعا کوي چې ټوله بودیجه د کورنیو عوایدو څخه پوره کوي، په داسې حال کې چې د پخواني افغان حکومت بودیجه په بهرنیو مرستو پورې تړلې وه.

د طالبانو اداري کارمندانو ته د معاشونو په ورکولو کې ځنډ داسې مهال راځي چې له افغانستان سره بهرنۍ مرستې کمې شوې دي.  د امریکا مرستې چې د افغانستان سره تر ټولو لوی مرستندویه هېواد و، د ډونالډ ټرمپ د واک له پیل راهیسې ځنډول شوې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه