په هلمند کې د نشیي توکو پر خلاف د طالبانو عملیات د خلګو له غبرګون سره مخ شوي

اطلاعات روز: له هلمند څخه ځایي سرچینې وايي چې د دې ولایت په بهرامچې ولسوالۍ کې د نشیي توکو پر خلاف د طالبانو عملیات د خلګو له غبرګون سره مخ شوي دي او هغوی یې پر خلاف لاریون کړی دی.

د ځایي سرچینو په وینا، طالبانو نن (سې‌شنبه، ۹ د سلواغې) د هلمند په بهرامچې ولسوالۍ کې د نشیي توکو یو شمېر کارخانې تړلې او د تاریاکو د خرید او فروش د بندولو هڅه یې وکړه.

د سرچینو له مخې، د طالبانو دا اقدام د سیمه‌ییزو قاچاقبرانو او اوسېدونکو له سخت مخالفت سره مخ شوی.

د سیمې خلکو د دې فرمان پر ضد پراخ لاریون کړی او له طالبانو یې وغوښتل چې د دوی کاروبار ته خنډ نه جوړوي.

په یوه ویډیو کې چې اطلاعات روز تر لاسه کړې، یو سیمه‌ییز کس لاریونوالو ته وايي چې چې د دې «مال» پر سر له «دوی ټیکس او محصول اخیستل شوی دی او که د دوی مالونو ته اور اچول کېږي، دوی دې هم ورسره وسوځوي.»

د بهرامچې ولسوالۍ یوه مظاهره کوونکي د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل چې دوی د تاریاکو د قاچاق او کاروبار په بدل کې طالبانو ته عشر او مالیه ورکړې او په تېرو کلونو کې یې د دې ډلې مالي ملاتړ کړی دی.

د لاریون کوونکو په وینا، د طالبانو دا پرېکړه د دوی د ژوند او اقتصادي سرچینو د له منځه وړلو هڅه ده.

هغوی طالبانو ته خبرداری ورکړی چې که د دوی د کاروبار مخه ونیسي یا توکي یې له منځه یوسي، نو دا پرېکړه به د طالبانو لپاره په لوړه بیه تمامه شي.

سرچینې زیاتوي چې د طالبانو د نشه‌يي توکو ضد مسوولین د بهرامچې سیمې ته تللي وو ترڅو عملیات ترسره کړي، خو د خلکو د سخت غبرګون او لاریونونو له امله یې عملیات وځنډول.

په هلمند کې د طالبانو چارواکو لا تر اوسه په بهرامچه کې د ترسره شوي لاریون په تړاو څه نه دې ویلي.

د نشیي توکو پر خلاف د طالبانو د مشر هیبت الله د وروستي فرمان په تعقیب د هلمند لپاره د طالبانو امنیې قومندان د سلواغې پر اوومه خپلو ټولو کسانو ته امر کړی و چې د نشیي توکو د کرنې، قاچاق او کاروبار مخه ونیسي.

د طالبانو مشر د ۱۴۰۱ لمریز کال په حمل میاشت کې چې د ۲۰۲۲ میلادي کال له اپریل سره برابرېږي، د یوه فرمان په ورکړې سره د نشيي توکو پر کرکیلې، تولید، قاچاق او استفادې بندیز ولګاوه.

طالبان له هغه وخته بیا تر اوسه ادعا کوي چې په افغانستان کې د تاریاکو کښت صفر ته رسېدلی دی، خو دا ادعاوې له شک سره مخ دي.

له نشيي توکو او جرم سره د ملګرو ملتونو د دفتر راپور چې د تېر کال په نومبر میاشت کې خپور شو، وویل چې د ۲۰۲۴ کال پر مهال په افغانستان کې د تاریاکو کښت د تېر کال په پرتله ۱۹ سلنه زیات شوی دی.

د دې دفتر په وینا، د ۲۰۲۴ کال پر مهال په افغانستان کې د تاریاکو د تولید کچه د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه او ارزښت یې ۱۳۰ سلنه زیات شوی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه