اوچا: افغانستان کې به د خوارځواکه ماشومانو شمېر ۳.۵ میلیونو ته ورسیږي

اطلاعات روز: څرنګه چې له افغانستان سره د مرستو د کمیدو وړاندوینه کېږي، په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبرداری ورکړی، چې ۲۰۲۵ کال کې به په افغانستان کې د خوارځواکه ماشومانو شمېر ۳.۵ میلیونو ته ورسیږي.

دې دفتر نن (سې شنبه، ۹ د سلواغې) ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، چې تیرو پنځو کلونو کې په افغانستان کې د پنځو کلونو څخه کم عمره درې میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ رنځیدلي دي.

اوچا د مرستې راټولولو د غوښتنې ترڅنګ ویلي، چې د مرسته کوونکو ملاتړ د دې لامل کېږي، چې په افغانستان کې ماشومان او میندې هغه ورځني مغذي مواد ترلاسه کړي چې دوی د روغتیایي رژیم لپاره ورته اړتیا لري.

په افغانستان کې د خوارځواکۍ په اړه د ملګرو ملتونو د ادارو شمیرې سره توپیر لري.

تېر کال د خوړو نړیوال پروګرام ویلي و، چې په افغانستان کې شاوخوا څلور میلیونه ماشومان، نوي زیږیدلي ماشومان او شیدې ورکوونکې میندې په خوارځواکۍ اخته دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) هم خبرداری ورکړی و، چې په ۲۰۲۴ کال کې به ۲.۹ میلیونه ماشومان شدیدې خوارځواکۍ سره مخ شي.

په هیواد کې فقر او لوږه د پراخې خوارځواکۍ لامل شوې، په تېره بیا د ماشومانو او میرمنو په منځ کې ورځ تر بلې په پراخیدو ده.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اړچا) وايي، چې ۲۰۲۵ کال کې به په افغانستان کې ۲۲.۹ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري. د مرستو رسولو لپاره ۲.۲۴ ملیارده ډالرو بودیجې ته اړتیا ده.

اوچا په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان د خلکو سره د مرستې لپاره د ۳.۰۶ ملیارد ډالرو بودیجې غوښتنه کړې وه؛ خو د ملګرو ملتونو د وروستیو راپورونو له مخې د دې بودیجې شاوخوا ۴۰ سلنه برابره شوې وه.

په تیرو دریو کلونو کې متحده ایالات د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان سره تر ټولو لوی ملاتړ کوونکی و.  خو د ډونالډ ټرمپ تر راتګ وروسته د امریکا بهرنۍ مرستې بندې شوې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه